د افغانستان د سویلي خوست ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ کې بیګاه شپه د واده په مراسمو د نامالومو کسانو لخوا د لاسي بمونو بريدونه شوي چې پکې ۲۰ تنه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي ټپیان شوي دي.
د خوست ولایت امینې قومندانۍ درسنیو د چارو مشر عادل حیدر له ډیوې سره په خبرو کې ویلي دا پیښه تیره شپه د تریزیو او علیشرو ولسوالۍ اړوند د وارث کلي کې رامنځته شوې ده.
د پیښې عیني شاهدانو ډیوې ته ویلي د واده په مراسمو باندې د شویو لاس بمي بریدونو کې زیات شمېر ټپي شوي کسان ښځې او ماشومان دي خو د خوست امنیې قومندانۍ چارواکو په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
د خوست سیمه ییزو چاروکو ویلي د پېښې ټول ټپي شوي کسان چې د درېو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی په بیلابیلو روغتونو ته کې تر درملنې لاندې دي.
د واده په مراسمو شوي لاسي بمي بریدونه د دې ولایت د والي محمد حلیم فدايي لخوا غندل شوي او پر ولسي خلکو برید یې غېر انساني عمل ګڼلی دی.
د دې پیښې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی خو د خوست والي حلیم فدايي افغان امنیتي او کشفي ادارو ته امر کړی چې دغه پیښه په جدي توګه وڅیړی اوعاملین یې پیدا او قانون ته یې وسپاري.
په وروستيو کې د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنيشنل په افغانستان کې په امریکا او طالبانو غږ کړی د ولسي خلکو وژنې کمې کړي.
اېمنسټي ويلي په افغانستان کې د ملکي وګړو وژنې ريکارډ کچې ته لوړې شوي او د دغو وژنو تور يې د افغان دولتي ځواکونو سره په امریکا ځواکونو او طالب وسله والو لګولی دی.