لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مارک اېسپر: د میزایلو د دفاعي سیستم لګولو لپاره د عراق اجازې ته اړتیا لرو


په عراق کې د ایراني میزایلو له ګواښ څخه د امریکايي سرتیرو د ژغورلو هڅې د عراقي چاراکو لخوا درېدلې دي.

ځکه عراقي چارواکو لا تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې امریکا ته په عراق کې د میزایلو د دفاع د نوي سیستم د لګولو اجازه ورکړي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په پنټګان کې خبریالانو ته وویل:

"مونږ د عراقیانو ته اجازې ته اړتیا لرو."

اېسپر زیاته کړه، چې د میزایلو د دفاعي سیستم د لګولو د ځای په اړه هم د نظراختلاف شته چې باید پرې کار وشي خو که عراق امریکا ته اجازه ورکړي چې پرې کار مخې ته یوسو.

له ستونزو سره سره اېسپر او د پنټګان لوړ پوړي چارواکي ټینګ باور لري چې د میزایلو دفاعي سیستم ته اړتیا ده.

دا اړتیا وروسته له هاغې ولیدل شوه کله چې لږ تر لږه ۵۰ امریکايي سرتیري په جنورۍ کې په الاسد هوايي ډګر باندې د ایرانیانو د توغنديز برید له امله له زهني زیانونو سره مخ شول.

له ۳۰ څخه زیات دغه ډول سرتیري بېرته خپلو دندو ته سپاره شوي او پاتې نور یې لا تر اوسه هم په جرمني او امریکا کې تر درملنې لاندې دي.

جنرال مارک مېلې وايي:

"دا ۱۰۰۰، ۲۰۰۰ پونډه بمونه وه چې راتلل. دا ډېرې خطرناکې غټې وسلې دي"

هغه وړاندې وویل:

"که په الاسد، اربیل او یا بل هر ځای کې د پټریاټ کنډک وايي نو دا بالسټیک توغندي به یې ویشتي وو. د همدې لپاره دا جوړ شوي دي."

اېسپر او مېلې وویل، پنټګان په نورو داسې لارو هم غور کوي چې پرې د ایران له توغندیو څخه د خپلو سرتیرو دفاع ځواکمنه کړي.

خو مېلر وویل، بیا هم شته دفاعي لارو چارو او استخباراتو دا فرصت ورکړ چې امریکايي سرتیري خوندي پټنځایونو ته انتقال کړي چې له امله یې له مرګ ژوبلې مخنیوی وشو.

مېلې وړاندې وویل، د ایران قصد یواځې د پوځي اډې او وسایلو ویجاړول نه وو بلکه د سرتیرو وژل هم وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG