لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په پوځي تربيتي مرکزونو کې د جنسي تيريو پېښې سېوا شوي، پېنټاګون


راپورونه وايي باجود چې د دې مسلې د مخې نيولو دپاره هڅې کيږي، تېر کال د امریکې په پوځي تربيتي مرکزونو کې د جنسي تيريو پېښې سېوا شوي دي.

پېنټاګون ويلي د کال ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹ م د سکول په حساب کال کې په درې پوځي مرکزونو کې د جنسي تيريو ۱۴۹ پېښې رپوټ شوې او له دې نه په وړانديني کال کې دا شمېره ۱۱۷ وه.

پېناګون ويلي د جنسي تيريو پېښې د تېر کال په حساب د وړانديني کال نه ۲۵ فيصده سېوا شوي دي.

په رپوت کې ويل شوي په دغو درېو سکولونو کې په کال کې ۱۳زره زده کوونکي تربيه کيږي.

خو په رپوټ کې په درې واړو پوځي تربيتي مرکزونو د زده کوونکو نه د شوؤ پوښتنو تفصیل نه دی ويل شوی.

د امریکا د هوايي پوځ يو پخواني افسر ډان کرسټينن ويلي د پېنټاګون دغه رپوټ د هغې خبرې غمازي کوي د کوم نه چې دوی د وړاندې نه خبر دي.

هغه ويلي د جنسي تیريو د مخې نيولو په لړ کې پېنټاګون پاتې راغلی د کوم له امله چې کال تر بله په دې پېښو کې سېوا والی مخې ته راځي.

پخواني پوځي افسر ويلي په پوځ کې د جنسي تيريو د پېښو سېوا کېدو د مخې نيولو په اړوند پوځي اصلاحات چې کومو خلکو کړي هغو پوهه نه لرله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG