لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لکي مروت کې د پولیو نوې پېښه مخې ته راغلې، سږ په پاکستان کې 7 شوې


واشنګټن ــــ په خیبرپښتونخوا صوبه کې د پولیو یوه نوې پېښه په داسې وخت کې رپوټ شوې چې په صوبه کې د پولیو په ضد درې ورځنی ځانګړی کمپېن روان وو او له دې سره په روان 2020م کال کې په ټول پاکستان کې د پولیو پېښې اوو (7) ته ورسېدې.

تازه پېښې په لکي مروت ضلعې کې مخې ته راغلې ده، په روانه جنورۍ میاشت کې دا درېیمه پېښه ده چې په دې سیمه کې مخې ته راځي او تېر کال هم په دې سیمه کې 32 پېښې رپوټ شوې وې.

روغتیایي چارواکي وایي دې اتلس میاشتني ماشوم ته د پولیو په ضد په وروستیو کمپېنونو کې څاڅکي نه دي ورکړل شوي او نه ورته ستنې ور لګېدلې دي. د خیبر د روغتیا ضلعي مشر ډاکټر طارق حیات وایي، په سیمه کې د پولیو په اړه د منفي سوچ تر څنګ ماشومانو ته د عامو ستنو لګولو کچه هم کمه ده:

"د ماشومانو د عام وېکسین کېدلو او حفاظتي ستنو ور لګېدو کچه کمه ده ځکه نو د ماشومانو قوتِ مدافعت کمزوری دی او د بېلابېلو ناروغیو ښکار کېږي، په دې باندې موږ غونډه کړې چې د عامو حفاظتي ستنو کمپېن څنګه کامیاب کړو".

درې ورځې وړاندې په خیبر ضلع کې هم د یوه دوه کلن ماشوم ابو اثر په بدن کې د پولیو پي-2 وایرس موندل شوي چې نمونې یې تېر کال اخیستل شوې وې. د دې ماشوم پلار ډرېور دی، هغه وایي خپل ماشوم یې نه وو وېکسین کړی، خو نور به داسې غفلت نه کوي:

"صحیح خبر نه وو یوه ستن مو ور لګولې وه له نورو نه یم خبر، دې ماشوم و ډار کړو اوس به نورو ته ټیکې [ستنې] ور لګوو".

په خیبر ضلع کې د پولیو کېس په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې هلته د جمرود په "غړیزه" سیمه کې شاوخوا 5 زره کورونو د اوبو او بجلۍ د نشتوالي پر سر د احتجاج په توګه له پولیو کمپېن څخه بایکاټ اعلان کړی دی. د سیمې یو اوسېدونکی وایي:

"زموږ په سیمه کې ډېر ماشومان دي چې له پولیو قطرو محرومه کېدای شي، موږ کوشش کوو چې محرومه نه شي خو که حکومت زموږ مطالبې نه مني نو موږ مجبور یو چې دا ګام واخلو".

سږ کال په ټول پاکستان کې اوو پېښې رپوټ شوې چې درې په لکي مروت، یوه په ټانک، یوه د بلوچستان په نصیراباد، دوې د سیند په سجاول او ټنډو الله یار سیمو کې مخې ته راغلې دي.

په 2019م کال کې په ټول پاکستان کې 140 پېښې رپوټ شوې وې، چې 92 په خیبرپښتونخوا، 12 په بلوچستان، 8 په پنجاب او 28 په سیند کې رپوټ شوې وې. دا شمېر د تېرو څو کلونو په نسبت څو چنده زیات دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG