لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم د ارمان لوڼي په تلين غونډې جوړې کړي


پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) نن په دوېمه فرورۍ د اتوار په ورځ د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو ښارونو، قبايلي ضلعو او بلوچستان په مختلفو برخو کې د ارمان لوڼي د تلين په مناسبت غونډې راجوړې کړي دي.

ارمان لوڼی تېر کال په دوېمه فرورۍ په لورالايي کې وژل شوی، کورنۍ او پي ټي اېم د هغه د وژنې تور په پوليس لګوي چې په ارمان يې د ټوپک په کونداغ وهلی او وژلی ؤ خو پوليس دغه تور ردوي.

د کوټې څخه د ډیوه خبريالان خبر راکوي چې په کوټه، قلعه سېف الله، لورالايي او چمن کې غونډې راجوړې شوي او دغه رنګ پي ټي اېم په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې هم د ارمان لوڼي په لمړي تلين د غونډو اعلان کړی.

په بلوچستان صوبه کې د ارمان لوڼي د تلين په مناسبت راجوړو غونډو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نيشنل ګوند، بي اېن پي مېنګل او پي اېس اېف او پي اېس او غړو هم ګډون کړی دی.

د پي ټي اېم بلال مسيد وايي د خېبرپښتونخوا د ټولو ضلعو سره په قبايلي ضلعو کې هم کې نن غونډې تابيا شوې په ځينو علاقو کې ترسره شوي او په ځينو کې روانې دي.

هغه وويل پي ټي اېم په دغو غونډو کې د ارمان لوڼي قاتلانو ته د سزا او د هغه کورنۍ ته د انصاف ورکولو غوښتنه کړې او دوېم هدف يې د ارمان لوڼي ياد تازه ساتل دي.

د پي ټي اېم پلويان د بلوچستان په حکومت تور لګوي چې د ارمان د قاتلانو بچ کولو هڅه کوي.

د ارمان لوڼي د وژنې مقدمه د بشري حقونو د نړیوالو او ملکي ادارو او د پاکستان د سېنېټ د بشري حقونو د کمېټۍ په ټینګار تېر کال د هغه تر وژنې دوې میاشتې وروسته د لورالايي د هغه وخت د پوليس مشر عطاالرحمان پرضد درج شوې وه.

د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ له وي او اې ډیوه سره په خپله تازه مرکه کې د مقدمې په اړه وویل،

"له ایف ای آره وروسته هیچا هم څه نه دي کړي کېس هماغسې پروت دی په عدالت کې هم نه چلېږي، خو د ایف ای آر د ختمېدو لپاره د [تورن] پولیس عطاوالرحمن له خوا درخواست جمع شوی وو خو بیا هغه درخواست هم هغسې پاته شو".

د لورالای پولیسو د ارمان لوڼي تر وژنې سمدستي وروسته ویلي وو، چې هغه د زړه د درېدو له کبله مړ شوی، خو کله چې د هغه پوسټ مارټم رپوټ راغی نو د پولیسو دا دعوه یې رد کړه.

د کوټې د سېول روغتون د پوليس سرجن ډاکټرې د تېر کال د فرورۍ په اوومه د ارمان لوڼي د ابتدايي طبي معاينې (پوسټ مارټم) په بنیاد ویلي وو، چې د هغه په مغزو کې وينه درېدلې وه.

ډاکټر عايشې ویلي وو، د هغه د زړه، مغزو او د بدن څه نورې برخې يې د بشپړو څيړنو لپاره د لاهور فرانزک ليبارټري ته ليږلي دي او سمدستي دا نه شي ويلی چې د ابراهيم ارمان د مرګ سبب څه دی.

د بلوچستان حکومت او د لورایي پولیسو دا خبره رد کړې چې ګواکې د ارمان لوڼي په وژنه کې دې د سیمې پولیس لاس ولري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG