لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیموکرېټانو د ولسمشر ټرمپ‌ وینا د یووالي ضد بللې خو د ریپبلک ګوند غړو ستایلې ده


واشنګټن ــــ د امریکې د کانګرس ګډې غونډې ته د ولسمشر ډانلډ ټرمپ کالنۍ وینا که یوې خواته د هغه د ریپبلکن ګوند غړو ستایله او هملته یې ورباندې چکچکې کولې خو مخالف ډیموکرېټ ګوند نه یواځې هغه وخت ورباندې چکچکې نه کولې بلکې وروسته یې هم ورباندې نیوکې کړې او د ده وینا یې د نفاق سبب بللې.

ولسمشر ټرمپ‌ پخپله وینا کې د خپلې واکمنۍ په درې کلنه دوره کې خپلې لاسته راوړنې په ویاړ یادې کړې او ویې ویل چې امریکې اوس تر بل هر وخت اقتصادي پرمختګ کړی، د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره یې تجارتي تړونونه کړي او په لکونو خلکو ته یې په هېواد کې روزګارونه ورکړي دي. هغه وویل:

"په امریکا کې په افریقایي، اېشیایي او لاتیني امریکایانو کې د بې روزګارۍ کچه ډېره زیاته کمه شوې ده او دا د امریکې په تاریخ کې لومړی ځل دی چې بې روزګاري دومره کمه شوې ده، خصوصاً زموږ په هېواد کې د ښځو بې روزګاري په تېرو اویا کلونو کې ډېره زیاته کمه شوې ده".

په کانګرس کې د امریکې د ایلینوی ایالت اوسېدونکی د ډیموکرېټ ګوند غړی راجا کرشنا مورتي وي او اې ته وویل، هغه څه چې دوی یې د ولسمشر ټرمپ په خبرو کې کمی محسوس کړ د یووالي خبرې وې:

"زه فکر کوم غوره خبرې هغه وې چې کله ده د عامو امریکایانو او پوځیانو د اتلولیو په اړه کولې او زما په نظر کمزورې نکتې یې هغه وې چې ده خلک سره وېشل، خلک یې غوره کول، پر مهاجرینو یې خبرې کولې او زه فکر نه کوم چې دا تګلاره دې سمه وي".

په کانګرس کې د ویرجینیا ایالت اوسېدونکي د ډیموکرېټ ګوند یو بل غړی جېري کونولي وایي، په کانګرس ماڼۍ کې د ولسمشرانو په کالنۍ وینا کې دا تر ټولو نفاق پیدا کوونکې وینا وه:

"هغه نه یواځې یوه بل ته د را نیژدې کېدو لپاره کوم پول جوړ نه کړ، بلکې کولنګ یې را اخیستی وو او هغه جوړ پلونه یې هم نړول. هغه اختلافي شیان دوه چنده کړل زیات کړل لکه د مهاجرینو موضوع، روغتیايي بیمه او د ټیکس پالیسي. هغه نن شپه له خلکو سیاسي ګټه واخیسته".

خو د ریپبلکن ګوند غړو بیا د ولسمشر ټرمپ وینا مثبته او د امریکې لپاره له بېلابېلو راسته راوړنو ډکه بللې. په کانګرس کې د دې ګوند د شمالي کېرولاینا ایالت غړی ډېن بیشپ وایي:

"هغه پر ګڼو کامیابیو خبرې وکړې او یو په بل پسې یې د هغه مثالونه ورکړل، نو زه فکر کوم ډیموکرېټان به د بریالیتوب په دې مبارزه کې د هغه ملګري شي".

که څه هم د ډیموکرېټ ګوند غړو د ولسمشر ټرمپ وینا د تقسیم او نفاق سبب وبلله، خو په کانګرس کې د امریکې د جورجیا ایالت استازي د ریپبلکن ګوند غړی جوډی هایس وایي، که په امریکا کې د چا وینا د یووالي سبب کېده هغه به د ولسمشر ټرمپ‌ وینا وي:

"د یووالي بنیاد د خلکو ګډ ارزښتونه او ګډ باورونه دي چې دوی سره یو ځای کوي او هر هغه څه له اقتصاده زموږ د پوځ تر بیرته پیاوړي کېدو پورې، یو په بل پسې، زموږ پوځ له جګړې کور ته را ستنوي او نه ختمېدونکې جګړه ختموي خو ډیموکرېټان هلته ناست وو او هیڅ دلچسپي یې نه ښکاره کوله".

د امریکې د ولسمشرانو په کالنۍ وینا کې دا عامه خبره ده چې د واکمن ګوند غړي پرله پسې د هغه هره خبره ستایي او د وینا په ځینو مهمو برخو کې د ستاینې په توګه ورته ولاړېږي، خو د اپوزیشن ډیموکرېټ ګوند غړي پرون د ولسمشر ټرمپ پر وینا غلي وو او د هغه له خوا پرته د یوه پوځي له ستاینې یې نه چکچکې کولې او نه ورته ولاړېدل.

که څه هم ولسمشر ټرمپ د امریکې پر بهرنۍ پالیسۍ هم خبرې وکړې، چې ویل یې له افغانستانه به ژر خپل پوځونه وباسي، ایران ته یې د ایټمي پروګرام د درولو خبرداری ورکړ او د منځني ختیځ‌ په اړه خپله وروستۍ اعلان کړې پالیسي یې یاده کړه، خو د ډیموکرېټ ګوند غړي تر ډېره له هغه سره د مهاجرینو د پالیسۍ په اړه اختلاف لري.

د ولسمشر ټرمپ‌ د مواخذه کېدو بهیر هم د هغه او ډیموکرېټانو تر منځ په وروستیو میاشتو کې د اختلاف یو لوی سبب دی، پرون چې ده د خپلې کالنۍ وینا تر پیلېدو مخکې د کانګرس له مشرې نېنسي پلوسي څخه د خپلې وینا لیکلی متن اخیست نو هغې د روغبړ لپاره لاس ور اوږد کړ، خو ده لاس ور نه کړ، چې هغې سمدستي یوه ترخه موسکا وکړه خو د ولسمشر ټرمپ د وینا له ختمېدو سره سم یې احتجاجاً د هغه د وینا متن څیرې کړ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG