لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ په سېنېټ کې د تورونو څخه بري شو


د امریکې په سېنېټ کې د شورو، چهارشنبې په ماښام رايې شماري شوې او صدر ډانلډ ټرمپ د دواړو تورونو څخه بري شوی دی.

د امریکا په صدر ډانلډ ټرمپ دوه تورونه وو چې خپل واک يې سم نه دی کارولی او بيا يې د کانګرس په چارو کې خنډان جوړ کړي دي او په دغه لړ کې د مواخذې سره مخ ؤ.

د واک په سمه توګه نه کارولو په لړ کې په سېنېټ کې په اچول شوؤ رايو کې ۵۲ سېنېټرانو دغه تور رد کړی او ۴۸ یې په حق کې رایې ورکړې ده.

دغه ډول د کانګرس په چارو کې د خنډ جوړولو د تور پرضد ۵۳ رايې او په مقابله کې يې ۴۷ رایې ورکړی شوي دي.

صدر د څوکۍ نه لرې کولو دپاره د ۱۰۰ غړو په اېوان کې په درېو کې د دوه برخو د رايو ضرورت وي.

د صدر ټرمپ د ګوند ريپبلکن سره په سېنېټ کې ۵۳ غړي دي، ۴۵ غړي د ډېموکرېټ او دوه ازاد دي.

راپورونه وايي د يوټا سره تعلق لرونکي د ريپبلکن ګوند سېنېټر مټ رومني د واک په سمه نه توګه کارولو د تور په لړ کې د صدر ټرمپ په ضد رايې کارولې ده.

صدر ټرمپ د امريکا درېم صدر دی چې د مواخذې سره مخ شو.

له دې وړاندې انډريو جانسن او بل کلنټن هم د مواخذې سره مخ شوي خو د يو پرضد هم مواخذه نه وه کاميابه شوې او په واک کې پاتې شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG