لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خېبر پښتونخوا اؤ سندهـ صوبو څخه دپولیو څلور نوې پېښې مخې ته راغلي دي


دپاکستان دخیبر پښتونخوا اؤ سندهـ صوبو څخه د پولیو څلور نوې پېښې مخې ته راغلي چې دې سره د روان کال یوازې په ۳۹ؤ ورځو کې د پولیو دنوؤ پېښو شمیره ۱۲ؤ ته رسېدلې ده

دپاکستان ډان ورځپاڼې د خالي په ورځ لیکليپ چې دملي‌ روغتیا د ادارې( این ايي ایچ) یو چارواکي ورته دنوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په خیر پښتونخوا کې دپولیو دواړه نوې پېښې په لکي مروت کې موندل شوی اؤ همدا شان دسندهـ صوبې د بدین اؤ قمبر سیمو څخه هم دپولیو دوه پېښې مخې ته راغلي دي.

د روغتیا دمحکمې دغه چارواکي وایي دلکي مروت د بټاني تحصیل په غونډي حسن خیل سیمه کې د یو نیم کال یو ماشوم ته دپولیو وائروس لګیدلي دي اؤ هم دا راز دلکي مروت د سرائی نورنګ تحصیل کوټ کشمیر سیمه کې د نهو میاشتو یوه ماشومه هم دپولیو په وائروسو اخته شوې ده.

تر دې دمخه د روان کال په ۳۱مه جنورۍ هم په لکي مروت سیمه کې دپولیو یوه پېښه معلومه کړل شوې وه اؤ د روان کال په ۳۹ ؤ ورځو کې په دې سیمه کې دپولیو دا پینځمه پېښه ده چې ثبت کړل شوې ده.

تیرکال هم په لکي مروت کې د پولیو ۳۲ پېښې ریکارډ کړل شوې وې.

په پاکستان کې په کال ۲۰۱۹ کې دپولیو ۱۴۴پېښې مخې ته راغلې وې خو له دې یو کال وړاندې په کال ۲۰۱۸م کې ددې پېښو شمیره ۱۲ اؤ په کال ۲۰۱۷م کې یې شمیره یوازې اته وه.

دپولیو دا نوې پېښې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د دسمبر په میاشت کې دپولیو دمخنیوي چارواکو دعوه کړې وه چې دپولیو دمخنیوي په کمپین کې یې د۱۰۰ؤ فیصدو نه زیاتو ماشومانو ته د پولیو څخه د ژغورنې څاڅکي ورکړي .

چارواکو ویلي وؤ هیواد کې هدف ټاکل شوی ؤ چې درېوؤ کروړ اؤ ۹۶لکو ماشومانو ته به دپولیو دمخنیوي څاڅکي ورکول کیږي خو ولې کمپین کې څلورو کروړو اؤ۳۹ماشومانو ته دپولیو څاڅکي ورکړل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG