د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مظاهره چيانو پرضد د جوړې مقدمې په اورېدنه کې د اسلام اباد هایکورټ د اسلام اباد د مجسټرېټ نه سپيناوی غوښتی چې ولې په دغه مقدمه کې د بغاوت ماده شامل کړی شوې ده؟.
د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس اطهرمن الله نن د نهې، سه شنبې په ورځ د هغه مقدمې اورېدنه کړې په کومه چې د پي ټي اېم د مشر منظور پشتين د نيولو پرضد په اسلام اباد کې د مظاهره چيانو پرضد درج کړی شوې او د پي ټي اېم او عوامي ورکرز پارټۍ ۲۳ غړي پکې نيول شوي وو.
په دغو کسانو په جوړه کړی شوې مقدمه کې د بغاوت او ترهګرۍ مادې شامل کړی شوې وې، د اسلام اباد سيشن کورټ د دغو کسانو د ضمانت خواست رد کړی او د پي ټي اېم وکیلانو بيا د اسلام اباد هایکورټ ته دغه مقدمه وړې وه.
لس ورځې وړاندې هم د اسلام اباد هايکورټ د مظاهره چيانو پرضد د اسلام اباد پوليس او مرستيال کمشنر نه د بغاوت او ترهګرۍ د مادو لګولو سپيناوی غوښتی ؤ.
چيف جسټس اطهر من الله ته نن په اورېدنه کې ويل شوي چې د اسلام اباد د ښار مجسټرېټ غلام مدثر په وېنا په مظاهره چيانو مقدمه درج کړی شوې وه، نوموړي جج پوښتنه کړې چې،"دا څه دي؟ څنګه تاسو په پرامنه مظاهره چیانو د بغاوت تورونه لګوئ او وروسته ورسره پکې د ترهګرۍ تورونه شاملوئ؟".
عدالت ته ويل شوي چې د ترهګرۍ مادې د مقدمې څخه لرې کړی شوي خو نوموړي جج بيا ويلي، "چې ولې نه چې دغه اورېدنه د هغه چا پرضد پېل شي چا چې د مقدمې درج کولو ويلي دي، مجسټرېټ دې عدالت ته مخامخ شي او دا دې اووايي چې ولې يې دغه حکم کړی ؤ؟".
عدالت د مجسټرېټ نه سپيناوی غوښتی او ويلي يې دي "چې ولې نه د مجسټرېټ نه د عدالت اختیار واخيستل شي؟".
اطهر من الله ويلي، "مونږ به دغه مقدمه مثالي جوړؤ" او اورېدنه د ۱۷ فرورۍ پورې ځنډول شوې ده.
د پي ټي اېم وکيل عبدالرحيم وزير وايي،که چرته په راتلونکې اورېدنه کې دغه مقدمه په ائيني خواست بدله شوه نو دا به مثالي پرېکړه وي او بيا به په پاکستان کې په پرامنه مظاهره چيانو څوک د بغاوت مقدمه نه شي جوړولي.
د اسلام اباد بار کونسل وايس چيئرمېن عابد ساقي وايي دوی د بغاوت د مادې په اړه لاهور هايکورټ ته خواست کړی او پوښتنه يې راولاړه کړې چې ایا په پاکستان کې د بغاوت دا مقدمه درج کېدی شي؟.
هغه ويلي د ۱۸۵۷ د جنګ ازادۍ وروسته د بغاوت مقدمه په پېنل کوډ کې شامل کړی شوې، په سوؤنو کلونه وشو وروسته پاکستان او هند ازاد شو خو د بده مرغه دغه ماده په ائين کې پاتې شوه.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د ۱۲۴ ای تعزيرات پاکستان دا ماده د ائين د ارټيکل ۱۹ د اظهار رایې د ازادۍ سره په ټکر ده.
د پاکستان حکومتي مامورين او پوځ په پي ټي اېم تورونه لګوي چې د بهر هېوادونو څخه ورته پېسې راځي او د پي ټي اېم په غړو بيا زياتره د رياست پرضد يا بغاوت او ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې درج کول کيږي.
خو پي ټي اېم وايي دوي د ائين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره په پرامنه ډول مبارزه کوي.