لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: سېنېټران وايي دتحريک انصاف حکومت دپوليو په مخنيوي کې پاتې راغلی، بابربن عطا دې ونيول شي


د پاکستان په برني اېوان (سېنېټ) کې د تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو په حکومت سختې نیوکې کړي چې د پولیو رنځ په مخنيوي کې پاتې راغلی او د پوليو پروګرام دپاره د وزيراعظم د پخواني صلاح کار بابر بن عطا د نيولو غوښتنه يې کړې ده.

د بابر بن عطا په اړوند حکومت ويلي که هغه د پولیو د مخنيوي په پروګرام کې غلطۍ کړي وي پلټنې دې ترې وشي.

د پيپلز ګوند سره تعلق لرونکې سېنېټرې قرت العېن مري پرون د ګل، دوشنبې په ورځ د سېنېټ په غونډه کې ويلي د پاکستان نه د پوليو (ټايپ ټو) ختم شوی خو د بابر بن عطا د ناسمو تګلارو له امله د پوليو دغه نمونه په پاکستان کې بيرته خوره شوه.

اغلې د بابر بن عطا د نيولو غوښتنه کړې ده او د جماعت اسلامي ګوند سېنېټر مشتاق احمد خان هم د بابر بن عطا نه د پلټنو کولو غوښتنه کړې ده.

بابر بن عطا
بابر بن عطا

مشاق احمد خان وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ویلي، په کال ۲۰۱۸م کې د پاکستان نه د پوليو رنځ په ختمېدو ؤ خو د تحریک انصاف د حکومت د بې غورۍ له امله دا رنځ په پاکستان کې تر خطرناک حده پورې سېوا شوی دی.

"د پوليو ټايپ ټو بيرته راغلو او دا ډېره خطرناکه خبره ده په دې وخت کې د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) ته سخته اندېښنه ده هغوې دې ته ناکامي وايي، او د پوليو د مخنيوي په تګلاره او د پروګرام په چارواکو نيوکې کوي او په دې يې د عدم اعتماد څرګندونه کړې ده".

هغه وویل په ګرده نړۍ کې په پاکستان او افغانستان کې د پوليو رنځ پاتې دی او " ډبليو اېچ او وايي د پاکستان له وجې د پولیو خورېدو خطره ده او د دې غټ زمه وار بابر بن عطا دی".

عايشه رضا فاروق چې په تېر حکومت کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام مشره وه، اغلې هم د پوليو د رنځ سېوا کېدو زمه وار حکومت او وزیراعظم عمران خان ګرځوي. نوموړې د بابر بن عطا نه د پلټنو غوښتنه کوي.

د مسلم ليګ ن ګوند سېنېټر پير صابر شاه هم د تحریک انصاف په حکومت تورونه لګوي او وايي چې دې حکومت د پولیو رنځ قابو نه کړو نو په چين کې د راغلي کرونا وايرس مخه به څنګه ونيسي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي د تحریک انصاف په حکومت ټکونه وکړه چې دا حکومت د يو رنځ د مخنیوي قابل نه دی.

خو د تحریک انصاف د حکومت سېنېټر محسن عزير وايي که بابر بن عطا د پوليو د مخنيوي په پروګرام کې کومه بې غوري کړي وي بايد چې پلټنې ترې وشي.

بابر بن عطا تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام د مشر د څوکۍ څخه استعفی ورکړې او علت يې د پلار ناروغي ياده کړې وه.

د برتانيې ګارډين ورځپاڼې هم په خپل يو راپور کې په بابر بن عطا د پوليو په پروګرام کې د غفلت تورونه لګولي خو د تحریک انصاف حکومت دغه تورونه رد کړي وو.

پاکستان کې په کال ۲۰۱۸م کې د پوليو۱۲ پېښې خو تېر کال د پوليو د پېښو شمېره ۱۴۴ ته رسېدلې ده او روان کال هم تراوسه پورې د پوليو ۱۲ پېښې مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG