لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان دحج بیعې نورې هم لوړې کړې


دپاکستان دحکومت مرکزي کابېنې دکال۲۰۲۰م دپاره دحج پالیسۍ یا تګلارې منظوري ورکړې چې له مخې یې دحج لګښتونه نور هم سیوا کړل شوي اؤ اوس به دپاکستان نه یو حاجي په څلورلکه اؤ۹۰زره اؤ یا هم په څلور لکه اؤ ۸۰ زره روپۍ حج کولی شي.

دحج نوي لګښتونه د تیر کال په پرتله شاوخوا ۵۴زره روپۍ سیوا کړل شوي دي.

مطبوعاتو ته دپاکستان دمذهبي چارو وزیر نورالحق قادري ویلي دحج په نرخونو کې چې کوم لوړ والی راوستل شوی هغه د پي ایي ای اؤ سعودي هوایي شرکت په کرایانو کې د لوړوالي اؤ د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت کمیدو له دی.

هغه ویلي سعودي منظوري ورکړې چې سږکال به دپاکستان څخه یو لک ۷۹زره اؤ ۲۱۰کسان حج ته ځي خو وایي چې دې شمیره کې د زیاتوالي احتمال هم شته.

دنورالحق قادري د وینا له مخې دشمالي سیمې چې پکې پېښور،اسلام اباد،لاهور،سیالکوټ،ملتان اؤ رحیم یار خان شامل دی،حاجیان به دسرکاري نرخ په اساس په څلور لکه اؤ ۹۰ زره روپۍ حج کولی شي اؤ دکوټې،کراچۍ اؤ سکهر سیمو څخه به دغه نرخ څلور لکه اؤ ۸۰زره روپۍ وي.

هغه وویل د کوټې نه به نیغ په نیغه الوتنې مکې اؤ مدینې ته کولی شي اؤ په وړومبي ځل ګلګت بلتستان کې دحاجیانو دپاره عارضي حاجي کیمپ جوړ کړل شوی دی.

باید وویل شي په پاکستان کې هرکال دحج بیغې پرله پسې لوړیږي اؤ ددې ترڅنګ هرکال پاکستاني حاجیان ګیلې کوي چې پیسې ترې زیاتې اخستل کیږي خو د حج په موقعه ورته هغه اسانۍ نه ورکول کیږي لکه د نورو هیوادونو حاجیانو ته چې ترلاسه وي

دپاکستان دمذهبي چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري پروسکال دحج دتګلارې اعلانیدو نه وروسته ویلي وؤ چې دسعودي حکومت غواړي دحج چارې په درېوؤ څلورو کالو کې پړاؤ په پړاؤ شخصي څانګې ته په لاس کې ورکړل شي اؤ له دې امله به راتلو څو کلونو کې دحج بیعې نورې هم لوړې شي.

تیرکال دحج دبیعو په لوړیدو دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف پارلیمان ته پخپله وینا کې ویلي وؤ “چا چې ویل دپاکستان نه به د مدینې ریاست جوړوي هغوئ دحج بیعې لوړې کړې چې اوس به خلکو ته دمدینې دیدار هم ګران شي”

خو د مذهبي چارو وزیر یې په جواب کې ویلي وؤ چې د مدینې په ریاست کې هم حج یا عمره ویړیا نه وي اؤ د حج په مصارفو کې به اوس هیڅ بدلون نه کیږي.

XS
SM
MD
LG