لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رایټرز: که طالبان بریدونه کم کړي روانه میاشت به د افغان سولې تړون لاسلیک شي


واشنګټن ــــ د افغان حکومت دوو جلا سرچینو او یوه غربي سفارتکار ویلي، چې که طالبان په افغانستان کې پخپلو بریدونو او تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي نو امکان شته چې په روانه فرورۍ میاشت کې د امریکې او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې تړون لاسلیک شي.

رایټرز خبري‌ ایجنسۍ د دغو دواړو سرچینو په حواله لیکلي چې که طالبان د بریدونو کمولو په اړه د امریکې غوښتنه ومني نو د سولې تړون ته له رسېدو سره به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلې ته هم لاره هواره شي.

د افغان سولې تړون ته د امریکې او طالبانو د نیژدې کېدو دا خبر په داسې وخت کې خپور شوی چې افغان ولسمشر اشرف غني او د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو په ټلیفوني خبرو کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ زېری ورکړی. ولسمشر غني د شورو- چارشنبې په ورځ‌ په دې اړه یو ټویټ کړی:

"خوشاله شوم چې مایک پمپېیو راته ټلیفون وکړ او خبر یم کړم چې له طالبانو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی. پمپېیو د طالبانو له هغه وړاندیزه هم خبر کړم چې وایي په بریدونو کې به مهم او دوامدار کموالی راولي".

افغان چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې امریکا له طالبانو سره د تړون پر اصولو سلا شوې ده، خو وایي په روانه میاشت کې په دې شرط دا تړون لاسلیک کېدای شي چې طالبان خپل بریدونه را کم کړي.

په کابل کې یوه غربي سفارتکار بیا ویلي چې د امریکې مرکچیان په دې اړه کار کوي چې طالبان باید لږ تر لږه د لسو ورځو لپاره د تاوتریخوالي په را کمولو رضا شي او له غټو بریدونو لاس واخلي. غربي‌ سفارتکار هم د نوم نه ښودلو په شرط ویلي:

"دا د تاوتریخوالي را کمولو تر هغو لس ورځو وروسته خبره ده چې کېدای شي دواړه لوري بیرته خبرو ته سره کښېني او خپله د افغانانو تر منځ د خبرو پلانونه جوړ کړي".

د امریکې او طالبانو تر منځ‌ خبرې له تېرې دسمبر میاشتې راهیسې له دې کبله د ځنډ ښکار وې چې امریکې پر طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کاوه او په وروستیو کې طالبان له خپلو مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته دې ته حاضر شوي چې خپل بریدونه را کم کړي.

د رپوټونو له مخې روانه اوونۍ د افغان سولې لپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي او له هغوی څخه یې په افغانستان کې د بریدونو د را کمولو په اړه ځینې ژمنې هم اخیستې دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاهین د دې لیدنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په خبرو کې پرمختګ شوی خو نور معلومات یې نه دي‌ ورکړي.

د طالبانو او امریکې تر منځ‌ په قطر کې له ۲۰۱۸م کال راهیسې د افغان سولې په تړاو خبرې په داسې حال کې روانې دي چې ورسره سم په افغانستان کې جګړه هم روانه ده او په دې موده کې یوې خواته سلګونه عام خلک او افغان پوځیان او بلې خواته وسلوال طالبان وژل شوي دي.

په افغانستان کې دا مهال ۱۳۰۰۰ امریکایي او زرګونه نور د نېټو ځواکونو پوځیان دي. د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ‌ د امریکې د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله وروستۍ وینا کې ویلي وو، چې غواي په افغانستان کې خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځیان ور ستانه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG