لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دټولنیزو رسنیو قابو کولو دپاره سخت نوي قوانین پرځائ کړل شوي


دپاکستان مرکزي حکومت د ټولنیزو رسنیو قابو کولو دپاره یو نوی قانون منظور کړی چې له مخې یې د یوټیوب،فیس بک،ټوئټر اؤ ټک ټاک دپاره اسلام اباد کې دفتر پرانستل اړین ګرځول شوي اؤ که څوک دغسې نه وکړي نو ۵۰ؤ کروړو روپو پورې جرمانه به پرې لګولی شي.

دانساني حقونو دپاره د سینیټ د قائمه کمیتۍ د مخالفت باوجود د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ دکابینې په غونډه کې تیره ورځ د ټولنیزو رسنیو په بابله د وړاندې نه موجودو قاعدو کې بدلون راوستل شوی چې دا بدلون دپارلیمان څخه منظوریدو ته هم اړتیا نه لري.

په پاکستان کې د خبریالانو مرکزي اتحادیه وایي په موجوده حکومت کې د وړاندې نه په میډيا غیراعلانیه سنیسر شپ روان ؤ خو اوس حکومت په دې اقدام سره ډير واضحه پیغام ورکړی دی چې نور دلته دمیډیا د ازادۍ تصور ختم شوی اؤ‌ هر څه به لکه دبادشاهتونو په خوښه کنټرول کیږي.

نوؤ قوانینو کې څه دي؟

دټولنیزو رسنیو دپاره نوي قوانین د برقي جرمونو دقانون یا الیکټرانک کرائمز ایکټ برخه جوړه کړل شوې اؤ قانون پځائ کوونکو اؤ استخباراتي ادارو ته په ټولنیزو رسنیو د ناوړه یا د اعتراض جوګه موادو په ضد دګامونو اخستلو واک ورکړل شوی دی.

دامریکا غږ دخبر له مخې په نوؤ قوانینو عمل سم د واره پیل شوی اؤ اوس به ټولو نړیوالو ټولنیزو رسنیو ته چې یوټیوب،فیس بک،ټوئټر، ټک ټاک اؤ ډيلي موشن هم پکې شامل دي د درېوؤ میاشتو دننه اسلام اباد کې خپل ځانونه راجسټرډ کول وي.

دنوي قانون له مخې ټولنیزو رسنیو ته به دریوؤ میاشتو کې پلازمینه اسلام اباد کې خپل دفترونه پرانستل اؤ دتماس نیونې دپاره خپل استازي یا د رابطو افسران دلته ګمارل وي.

په نوي قانون کې راغلي چې دیوټیوب په ګډون به په سوشل میډیا جوړیدونکي ځائ چینلونه یا فورمونه اسلام اباد کې راجسټرډ کول ضروري وي اؤ ټولې رسنۍ اؤ کمپنۍ به په یو کال کې دلته خپل دیټا سرور هم جوړول وي.

د ادارو په ضد به اوس خبرې جرم وي !

د ټولنیزو رسنیو فعالین که دقامي سلامتۍ په اړوند د ادارو په ضد په رسنیو خبرې لیکي یا کوي نو دهغوئ په ضد به هم قانوني ګامونه پورته کړل کیږي اؤ د ټولو کمپنیو یوې ځاندرې ته د دننه کولو دپاره به دنیشنل کوارډینیشن اتّهارټي په نوم یوه اداره هم جوړولی شي.

دنوؤ قوانیو له مخې که د ټولنیزو رسنیو کوم فعال په سوشل میډیا داسې څه مواد خپروي چې هغه د کوارډینشن اتهارټي په نوم د ادارې دخوښې نه ناغیره وي نو کمپنیانو ته به دغه مواد دخپلو ویب پاڼو څخه لرې کول وي اؤ که داسې نه کوي نو پاکستان کې به یې دخدماتو مخه نیولی شي یا به تر ۵۰ؤ کروړو روپو پورې جرمانه کولی شي.

خبریالان نوؤ قوانینو ته څنګه ګوري

دپاکستان د خبریالانو د مرکزي اتحادیې( پي ایف یو جی) مرستیال مشر ښاغلي بخت زاده یوسفزي ددې نوؤ قوانینو په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ ویلي یې دي صحافتي تنظیمونه اؤ مدني ټولنه به ددې قوانینو په لاګو کولو غلې نه پاتې کیږي.

هغه وویل پاکستان کې وړاندې نه حکومت په میډیا غیراعلانیه سنیسر شپ لګولی اؤ‌ په ټي‌ وي ګانو یا ورځپاڼو کې یوازې هغه څه خپریږي چې حکومت اؤ اسټیبلشمنټ ته قبول وي.

هغه وویل په داسې حال کې پاکستان کې خلکو ته دحقیقتونو رسولو دپاره یوازینۍ لاره د ټولنیزو رسنیو پاتې شوې وه اؤ له دې لارې هرچا کولی شول په اسانه خپل غږ تر نړۍ ورسوي خو دا چې اوس حکومت د ټولنیزو رسنیو مخه هم نیول غواړي کله به هم پخپل دې ناوړه هڅه کې بریالی نه شي.

هغه وویل صحافتي تنظیمونه اؤ مدني ټولنه به ددې نوي قوانینو په ضد احتجاج کوي اؤ دعدالت دروازه به ټکوي تر څو حکومت ددې قوانینو په بیرته اخستلو مجبور کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG