لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او طالبان متفق شوي چې یوه اوونۍ به پر یو بل له تشدده ډک بریدونه نه کوي


واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي په قطر کې د امریکې او طالبانو د مرکچي استازو تر منځ په شویو مذکراتو کې پرمختګ شوی او د 7 ورځو لپاره د تاوتریخوالي په کمېدو سلا شوي خو وایي تر اوسه د سولې په هیڅ یوې موافقې هوکړه نه ده شوې.

د امریکې دفاع وزارت هم په یو بیان کې ویلي، چې له طالبانو سره په دې موافقه کې دواړه اړخه پر دې سلا شوي چې تر یوې اوونۍ پورې به به یو پر بل له تشدده ډک بریدونه نه کوي. مایک پمپېیو پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي:

"که د تشدد کمولو هدف ته ورسېدو او دوام یې وکړ نو د خبرو اترو سنجیده پړاو ته د رسېدو امکان ډېر دی چې په هغه کې به ټول افغان لوري هم شامل وي او ریښتینې سولې ته به لاره پرانیستل شي".

د امریکې او طالبانو تر منځ له مذکراتو باخبره سرچینو ویلي، د تاوتریخوالي د کمولو موافقه له نن څخه عملي شوې او تر 8 ورځو به دوام کوي. له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې پخوانی طالب چارواکی مولوی قلم الدین وايي، د تاوتریخوالي کمښت به- چې نن عملي شوی- یوه اوونۍ دوام کوي، په همدې موده کې به د سولې تړون د لاسلیک ځای او د تړون ضمانت کوونکي وټاکل شي.

مولوي قلم الدین وایي له هغې وروسته په تړون کې له امریکا سره دایمي اوربند شامل دی او د سولې تړون له لاسلیک سره سم به د لسو ورځو په موده کې بین الافغاني مذکرات پیلیږي چې د خبرو اصلي اجنډا به یې په دایمي اوربند ور ټوله وي.

د سیاسي چارو افغان څیړونکي د سولې په بهیر کې وروستي پرمختګونه هیله بخښونکي یادوي. له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د نړیوالو چارو سیاسي څېړونکي امین االله شارق وویل، دواړه مذاکراتي ډلې د افغانستان د سولې تړون د لاسلیک عملي چارو ته د رسیدو لپاره په عملي توګه د تاوتریخوالي د کمښت په چارو څارنه پیل کړې ده.

نوموړی وايي که څه هم دا څارنه به ستونزمنه وي خو وایي کېدای شي د تاوتریخوالي عملي کمښت مثبته نتیجه ورکړي او د سولې بهیر د راتلونکو اقداماتو اخیستو ته لاره هواره شي. ښاغلی شارق وایي:

"دا یو پرمختګ دی، د سولې په تړون کې کومه خاکه چې د امریکا او طالبانو تر منځ لیکل شوې په هغې باندې دوی په رسمی توګه لاسلیک کوي که نه، دا به په دې یوه هفته کې وګورو خو که چېرته وشي دا به یو ډېر ښه زیری وي د افغانانو لپاره".

د امریکې او طالبانو تر منځ د تېر شاوخوا یو نیم کال راهیسې په افغانستان کې د امن او سولې د ټینګښت لپاره مذاکرات روان دي.

تېره اونۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي وو چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشروط ډول له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمېدو جوجاړي ته له رسیدو سره موافقه کړې ده.

د رپورټونو له مخې که د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي د افغان حکومت په ګډون بین الافغاني مذکراتو او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته به موقع برابره شي.

طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ مذاکراتو کولو په تړاو څه نه دي ویلي خو د عامه او سټرېټيجیکو اړیکو په چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار وحید عمر د پنجشنبې- زیارت په ورځ یوې غونډې ته په خبرو کې هیله وښوده چې روان مذکرات به نتیجه ولري چې له دې سره به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ د سولې د مذکراتو لړی پیل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG