لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:دحکومت پشا مې ځکه پوځ ولاړ دی چې غل نه یم


دپاکستان وزیر اعظم عمران خان وایي پوځ ځکه دهغه دحکومت ترشا ولاړ دی چې هغه درغله نه دی اؤ دحکومت نسکوریدو په اړوند به د مخالفو ډلو ارمان کله هم پوره نه شي.

دجمعې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو سره غیر رسمي خبرو کې وزیر اعظم عمران خان ویلي کله چې یو څوک درغله وي نو پوځ اؤ ایي ایس ایي ته یې معلومات کیږي اؤ په تیرو وختونو کې هم دحکومتونو د درغلۍ له امله دپوځ اؤ حکومتونو اړیکې خرابې پاتې شوې وې.

دامریکا غږ اردو څانګې د راپور له مخې په دغو خبرو کې وزیراعظم عمران د مذهبي سیاسي ګوند جمعیت علماء اسلام دمشر مولانا فضل الرحمان نه سر ټکولی اؤ ویلي یې دي چې د هغه په ضد دغدارۍ مقدمه کول پکار دي.

دمولانا فضل الرحمان ګوند د نورو مخالفو ګوندونو په ملتیا د تیر کال په وروستیو کې دعمران خان دحکومت په ضد دکراچۍ نه اسلام اباد ته یو ستر لارکړی ؤ اؤ دعوه یې کوله چې دعمران خان حکومت به دخپل دغه احتجاج دلارې نسکوروي.

وزیراعظم عمران وویل مولانا فضل الرحمان د چا په اشاره دحکومت نسکورؤلو په هڅه د هیواد سره غداري کړې اؤ دهغه په ضد د ائین د شپږمې مادې په اساس مقدمه جوړول پکار دي.

هغه زیاته کړې ده چې حکومت د عدلیې په ګډون دیوې ادارې په چارو کې هم لاسوهنه نه کوي اؤ د درغلو خلکو نه دهغوئ د درغلۍ پیسې راویستل د عدالتونو اؤ داحتساب د ادارو کار دی.

هیواد کې دسیوا شوې ګرانۍ په اړوند هغه ویلي اوس یې حکومت پرېکړه کړې چې دبجلۍ نرخونه به نور نه خیژوي اؤ دګیس اؤ بجلۍ نرخونو کې د اضافې ذمه وار یې هم تیر حکومتونه ګرځولي دي.

خو دعمران خان په دې څرګندونو بیا دهغه دحکومت ستر محالف ګوند مسلم لیګ(نواز) سخت غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي چې که عمران خان درغله نه دی نو بیا یې په لاهور کې د ۱۳ؤ کروړو روپو کور څنګه جوړ کړی اؤ په بني ګاله کې دماڼۍ په څیر دکور لګښتونه دچرته نه پوره کوي؟

دمسلم لیګ نواز ګوند ویاندې مریم اورنګزیب ویلي عمران خان وایي حکومت کې یې درغلۍ نه کیږي خو که چرې په رښتیا داسې وي نو بیا پیښور کې د بي ار ټي پروژې په ترڅ د شوؤ اربونو روپو د درغلیو پلټنې ولې نه کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG