پاکستان کې د پوليو تازه پېښې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت او د بلوچستان په پشين ضلعو کې مخې ته راغلي دي.
پاکستان کې د تازه پينځه پېښو سره په روان کال ۲۰۲۰م کې د پوليو د پېښو شمېره ۱۷ ته ورسېده.
په تازه پينځه پېښو کې څلور په خېبرپښتونخوا کې مخې ته راغلي او هغه ټولې په لکي مروت ضلع کې رپوټ شوي دي.
لکي مروت د خېبرپښتونخوا هغه ضلع ده چرته چې په کال ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰م کې د پوليو تر ټولو زياتې پېښي مخې ته راغلي دي د لکي مروت ضلعې نه تېر کال د پوليو ۳۲ پېښې رپوټ شوې وې.
د پوليو د مخنيوي د ادارې چارواکي وايي د پوليو اغېزمنو ماشومانو ميندو پلارانو دغو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ؤ ورکړي.
چارواکي وايي، دغه خلک يا خو د حکومت نه د خپلو بنيادي ضرورتونو پوره کولو دپاره د پوليو قطرو نه انکاري وو او يا د بيلا بيلو دروغجنو پروپيګنډو ښکار شوي وو.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي چرته چې اوس هم د پوليو وايرس موجود دي.
په پاکستان کې تېر کال د پوليو ۱۴۴ پېښې مخې ته راغلې وې چې پکې زياته شمېره د خېبرپښتونخوا او بيا د لکي مروت ضلعې وه.
په وروستيو کې د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې مخالفه ګوندونو د تحريک انصاف په حکومت ټکونه کړي چې د پولیو په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.
خو د تحریک انصاف حکومت وايي هڅه کوي چې د پوليو مخنيوي وکړي.