لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي دسولې په تړون دلاسلیک ددستورې نېټه به ورځ نیمه کې اعلان کړل شي


طالبانو ویلي امریکا سره به د سولې په تړون دلاسلیک دپاره ددستورې غوڅه نېټه په ورځ نیمه کې اعلان کړل شي خو وایي چې دسولې په دې تړون کې افغان دولت سره دمذاکراتو هیڅ ذکر نشته.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین انډیپنډنټ اردو سره پخپلو خبرو کې ویلي چې دسولې دتړون متن تیار کړل شوی دی اؤ دهغې دعملي کولو دپاره میکانزم هم ددغه تړون په متن کې شته.

دطالبانو ویاند واضحه کړې ده چې دامن د تړون نه وړاندې دطالبانو اؤ امریکایي پوځ ترمنځ نه خو د اوربند خبره شوې ده اؤ نه مونږ اور بند کړی دی.

هغه ویلي طالبانو امریکا ته شرط اېښی چې دسولې په تړون دلاسلیک نه وړاندې به دواړه خواوې افغانستان کې دتشدد کچه راټيټوي .

هغه ویلي چې دسولې په تړون د لاسلیک دستوره کې به د ۲۴ؤ هیوادونو استازي ګډون کوي

هغه وویل د سولې ددې تړون په متن کې افغانستان کې دطالبانو اؤ نورو وسله والو ډلو ترمنځ دخبرو پیل کولو ذکر شته خو په ځانګړي ډول دافغانستان دولت سره پکې دمذاکراتو هیڅ ذکر نشته.

تر دې دمخه دمیونخ دکانفرنس جریان کې امریکایي قانون سازانو سره خبرو کې دافغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي وؤ دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې دتړون مسوده سره څلور پټ کاغذونه هم لګول شوي چې کیدای شي دغه کاغذونه هیڅکله عام محضر ته رانه شي.

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو هم دسولې د تړون په هکله ویلي وؤ هغه دې تړون ته په محتاط ډول هیله من دی.

په قطر کې دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې خبرې دکال ۲۰۱۸م راهسې روانې دي اؤ تیرکال دستمبر په میاشت کې دواړه خواوې دسولې په یو تړون متفق شوې هم وې خو بیا په کابل کې په یو ځانمرګي برید کې د۱۱ کسانو له وژل کیدو وروسته دامریکا صد ډانلډ ټرمپ یو ناساپه دسولې ددغو خبرو ختمولو اعلان وکړو.

خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا طالبانو اؤ افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا دسولې دغه خبرې پرمخ وړي اؤ په تړون دلاسلیک نه وړاندې دواړه خواوې افغانستان کې یوې اوونۍ دپاره دتشدد د کچې په راټیټولو هم صلاح شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG