لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړنیز رپوټ: د بهرمېشتو پاکستانیانو د مرګ په سزا او بندي کېدو کې زیاتوالی راغلی


واشنګټن ــــ په پاکستان کې دننه او بهر د بندیانو د حقونو لپاره کارکوونکی تنظیم "جسټس پراجیکټ پاکستان" وایي، د خپلو وګړو د ژغورنې په برخه کې د پاکستاني سفارتخانو له خوا د یوې او څرګندې پالیسۍ د نشتوالي‌ له کبله په بهرنیو هېوادونو کې د پاکستاني بندیانو او هغوی ته د مرګ په سزا کې ورځ په ورځ‌ زیاتوالی راځي.

"جسټس پراجیکټ پاکستان" پخپل تازه رپوټ کې ویلي، تر ټولو زیات پاکستاني وګړو د خلیجي هېوادونو خصوصاً سعودي عرب او عربي اماراتو په زندانونو کې بندیان دي. وایي په سعودي. عرب کې د پاکستاني بندیانو شمېر له 1,506 څخه 3,248 ته ختلی او په عربي اماراتو کې له 1,800 څخه 2,600 ته زیات شوی دی.

په دې څېړنیز رپوټ کې ویل شوي‌ چې کوم پاکستاني وګړي د سعودي عرب او عربي اماراتو په زندانونو کې بندیان دي پر هغوی د مخدره موادو د قاچاک، غلا او د ځایي امیګرېشن قوانینو د سرغړونې تورونه دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې تر 57 فیصده زیات داسې پاکستاني بندیان هم د بهرنیو هېوادونو په زندانونو کې سزا تېروي چې وایي هغوی د قیدانو د تبادلې د تړون له مخې خپل هېواد ته راوستل کېدلای شي چې د بند پاته موده د پاکستان په جېلونو کې تېره کړي.

په قومي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند استازی او په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو پاکستاني وګړو په اړه د حکومتي کمېټۍ غړی خیال زمان اورکزی دغه رپوټ ته په غبرګون کې د پاکستاني بندیانو لپاره د هلو ځلو دعوه کوي، خو وایي په سعودي کې د پاکستانیانو په تېزندۍ کولو کې ځکه زیاتوالی راځي چې وایي دوی هلته د مخدره موادو له قاچاکه لاس نه اخلي:

"له دې ځایه چې کوم خلک بې ویزې او له قانون سره سم نه ځي او بیا هلته په جرمونو او منشیاتو یا نور څه کې ګیر شي ځکه یې تعداد زیاتېږي،‌ زموږ حکومت کوشش کوي چې د خلکو د غیرقانوني تګه او معاملاتو مخه ونیول شي او موږ پوره کوشش کوو چې زموږ څومره خلک هم بېګناه دي یا په وړو مشکلاتو کې دي هغوی زره تر زره ازاد شي".

"جسټس پراجیکټ پاکستان" پخپل رپوټ‌ کې وایي د بهرنیو هېوادونو په زندانونو کې 11000 پاکستاني وګړي قید دي چې وایي تر ټولو زیات یعنې 6000 پورې د منځني ختیځ په هېوادونو کې بندیان دي.

"جسټس پراجیکټ پاکستان" پخپل کې ویلي،‌ په سعودي‌ عرب کې پاکستاني بندیان دا وخت د سعودي عدالتونو د رحم په تمه دي چې وایي نه خو ورته د وکیل اسانتیا شته، نه بې پلوه ترجمان ورکړل شوی او نه هم داسې سلاکار ورکړل شوی چې د دوی مرسته وکړي.

رپوټ زیاتوي چې له ځایي قوانینو سره د نابلدتیا او مرستې نه لرلو له کبله دغه پاکستاني بندیان نه پخپله عدالت ته خپل دریځ‌ وړاندې کولای شي او نه د دوی په حق کې له پاکستانه څه ګواهي وړاندې کېږي ځکه نو هغوی له سختو ستونځو سره مخ دي.

په رپوټ‌ کې راغلي چې د 2019م کال د فرورۍ پر 17مه د سعودي شهزاده محمد بن سلمان د هغې ژمنې یو کال پوره شو، چې پاکستان ته د سفر په مهال یې په سعودي کې د بندي ۲۱۰۰ پاکستانیانو د سمدستي خوشي کېدو په اړه کړې وه خو وایي تر اوسه پر هغه ژمنه په بشپړه توګه عمل نه دی شوی.

"جسټس پراجیکټ پاکستان" وایي د شهزاده سلیمان تر ژمنې وروسته تر اوسه یواځې ۹۰ پاکستاني بندیان خوشي کړل شوي دي خو د تحریک انصاف ګوند د اسمبلۍ غړی خیال زمان اورکزی د تنظیم دغه دعوه ردوي او وایي چې د شهزاده سلمان په حکم زیاتره پاکستاني وګړي خوشي‌ شوي‌ او خپل وطن ته را ستانه شوي‌ دي.

د بهرنیو هېوادونو په زندانونو کې د پاکستاني بندیانو په اړه دغه رپوټ وروسته له هغه خپور شوی چې په وروستیو کې په سعودي او چین کې د بندي پاکستاني وګړو خپلو خپلوانو په وار وار د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي او د خپلو بندي کسانو د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې.

د بشري حقونو د نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل په ګډون نورو ملکي او نړیوالو د بشري‌ حقونو تنظیمونو هم د پاکستان او سعودي عرب له حکومتونو غوښتنه کړې چې د دغو تر دوه زره زیاتو پاکستاني بندیانو د سمدستي را خوشي کېدو لپاره دې ګړندي ګامونه پورته کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG