لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند له امریکا د ۲.۶ بیلینو ډالرو په ارزښت د څرخي الوتکو د اخیستلو پلان تصویب کړ


واشنګټن ډي سي: د هندوستان کابینې داسې یو پلان تصویب کړ چې پرې له امریکا څخه څرخي الوتکې واخلي.

د هندوستان یوې حکومتي سرچینې دغه خبره د شورو یا چهارشنبې په ورځ وکړه خو په دې اړه یې نور مالومات ور نه کړل.

د رویټرز خبري ادارې په روانه میاشت کې راپور ورکړی وو چې داسې ښکاري چې هندوستان به د ۲.۶ بیلینو ډالرو دغه تړون مخکې له دې تصویب یا پاس کړي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هند ته سفر وکړي.

د اې پي خبري ادارې د نهې یا سې شنبې په ورځ راپور ورکړی وو چې د امریکا ولسمشر دانلډ ټرمپ ویلي، چې دی دی دغه تړون د وروسته لپاره ساتي ځکه دی نه پوهېږي چې په نومبر کې به د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې وشي.

له دې داسې ښکاري چې هند ته په راتلونکې اونۍ کې د ولسمشر ټرمپ د ولسمشر ټرمپ د سفر پر وخت به د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ستر دوه اړخیزه سوداګریز تړون هم په اجندا کې دی.

د سپینې ماڼۍ له خوا په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي، چې ټاکل شوې ده چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خپلې مېرمنې میلاني ټرمپ سره یو ځای د فیبرورۍ په ۲۴ او ۲۵ نېټه له هندوستان څخه لیدنه وکړي.

خبر زیاتوي، چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په ټیلیفوني خبرو کې دا منلې ده چې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ لا ځواکمنې اړیکې ټینګې شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG