لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مورنيو ژبو په نړيواله ورځ د پښتنو ملت پالو سياستوالو او پوهانو څرګندونې


د مورنیو ژبود نړيوالې ورځې په مناسبت پښتانه ملت پاله سياستوال او پوهان وايي چې مورنۍ ژبه دې د تعليم زريعه وي.

عوامي نيشنل ګوند د مورنيو ژبو په نړيواله ورځ په خپل بيان کې ويلي،

"عوامي نېشنل ګوند په دې باور لري چې مورنۍ ژبه دې د‌تعليم ذريعه وي،هم دغه وجه ده چې مونږ نۀ صرف په خپل حکومت کښې د پښتونخوا يو شمېر ژبې په نصاب کښې شاملې کړې وې بلکې ددې لویې مقصد لپاره مو د نصاب د جوړولو لپاره ريجنل لېنګوېجز اتهارټي هم جوړه کړې وه".

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په مناسبت د کوټې ترڅنګ په بېلابيلو سيمو کې غونډې راجوړې کړي اولاريونونه يې کړي دي.

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاؤ ويلي،

"د يو انسان د شخصيت په جوړښت کې چې د کومو عناصرو شاملېدو سره ځلا او روحانيت پيدا کيږي په هغې کې د مورنۍ ژبې کارولو او د هغې د حفاظت د احساساتو يو ځانګړې کرداروي".

د ملاله يوسفزۍ پلار ضيا الدين يوسفزي ويلي،

"حقیقت دا دې چه ‘پښتو ‘شاعرانو، ادیبانو، صحافیانو او د موسیقۍ هنرمندانو ژوندۍ ساتلې او د نورو ژبو سیاله کړې یې ده. هغه ټولو نومیالو ته ‌‌‌‌‌‌ډیر احترام او سلام ...چا چه پښتو ژبه په خپل همت ساتلې او روزلې ده".

پښتنو شاعرانو اديبانو هم د مورنيو ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت غونډې او لاريونه کړي د دې ورځې په ارزښت يې وېناګانې کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: د پي ټي اېم یوه غوښتنه هم داسې نه ده چې پوره نه کړی شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG