لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب د کرونا وایرس له خطره عمرې له په تلونکو بندېز لګولی


د کرونا وايرس خورېدو د خطر له امله سعودي عرب عمرې له په تلونکو او د سېل په ويزې د لنډې مودې لپاره بندېز لګولی دی.

د سعودي عرب لخوا عمرې له په تلونکو او د سېل په ويزه بندېز په داسې وخت کې لګول شوی چې په پاکستان کې کرونا وايرس دوه تنه وهلي دي.​

د رويټرز ترمخه خبري ادارې ترمخه د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت نن د زيارت، پنجشنبې د ورځې څخه په هغو هېوادونو دا بندېز لګولی چرته چې د کرونا وايرس په خورېدو دي.

راپورونه وايي د پاکستان په هوايي اډو هم نن عمرې له تلونکي کسان نه دي پرېښودی شوي.

ويل شوي د عمرې سره سعودي عرب ته د سېل په ويزه هم بندېز لګول شوی دی.

د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزارت په ټویټر د بندېز اعلان کړی دی.

وزارت په ټویټر د لنډ مهاله بندېز ويلي خو دا جزيات يې نه دي شریک کړي چې بندېز به د کوم وخت پورې وي يا به دا بندېز حج له تلونکي هم اغېزمن کړي، که نه؟.

راپورونه وايي د پاکستان د هوابازۍ وزارت ویلي د سعودي عرب سره الوتکې د معمول ترمخه روانې دي.

په سعودي عرب کې تراوسه پورې د کرونا وايرس پېښه ده مخې ته نه ده راغلې خو د سعودي عرب په ځينو ګاونډي هېوادونو کې کرونا وايرس خلک وهلي دي.

سعودي عرب په لنډ مهاله بندېز کې د کوم هېواد نوم نه دی اخيستی چې د کومو هېوادونو څخه خلک د سعودي عرب سفر نه شي کولی.

راپورونه وايي د پاکستان نه سعودي عرب ته په ويزو خلک تګ کولی شي او هغه خلک چې عمرې له تللي هغوی بيرته هم راستنېدی شي.

د سعودي عرب د سېلګرۍ وزارت ویلي د اکتوبر په مياشت کې د سېلګرۍ ويزې ورکول پېل شوي چې د روانې اوونۍ پورې دا شمېره ۴۰ لاکو پورې رسېدلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG