لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې دماه جبېن قزلباش په مړینه خفګان ښودلی


د سويلي اسیا دپاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت استازې اېلس وېلز د پښتو د يادې سندرغاړې ماه جبين قزلباش په مړينه د خفګان څرګندونه کړې ده.

اېلس ويلز په ټويټر د قزلباش په مړينه خفګان څرګند کړی او ويلي يې دي،

"د پاکستانۍ سندرغاړې ماه جبين قزلباش د مړينې په خبر اورېدو خواشينې يم چا چې د پښتون کلتور دپاره سندرې ويلي وې. د هغې سندرې به د راتلونکو نسلونو دپاره د خوښې وي".

قزلباش د شورو، چهارشنبې په ورځ د زړه د اوږدې ناروغۍ وروسته د ۶۲ کالو په عمر کې په حق رسېدلې وه.

د هغې جنازه پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ په پېښور کې شوې او خاورو ته سپارل شوې وه.

ماه جبین قزلباش د پښتو هغه لویه سندرغاړې وه چې په زرګونو سندرې یې ویلي او خپل نوم یې د پښتو د سر په سندرغاړو کې جوړ کړی وو.

ماه جبین قزلباش په ۱۹۵۸م کال کې په پېښور کې زیږیدلې او لویه شوې وه. هغه په خټه قزلباش وه، نیکه یې د افغانستان له هراته کندهار او پلار یې بیا پېښور ته راغلی وو، هغې د قبایلي سیمې اورکزو د پښتو فلمونو له تکړه هیرو ایمل خان سره واده کړی وو.

د ۱۳ کالو په عمر کې یې سندرې ويل پېل کړې او شاوخوا ۴۳ کاله یې د پښتو موسیقۍ خدمت کړی وو.

د مېرمن قزلباش مورنۍ ژبه فارسي وه خو د فارسي په ګډون یې په پښتو، اردو، پنجابي، سرایکي، سیندي، بلوڅي او هندکو ژبو سندرې ویلې وې چې د دې په وینا د سندرو شمېر یې شاوخوا ۱۱۰۰۰ دی.

فني زده کړې یې د ستر موسیقار رفیق شینواري نه تر لاسه کړې او د خپل خواږه اواز له امله ورته د "بلبل سرحد" لقب هم ورکړل شوی وو.

قزلباش ته د پاکستان حکومت د موسیقۍ په برخه کې په ښو خدماتو صدارتي ایوارډ ورکړی وو.

د ځوانۍ په وخت کې یې په څو پښتو فلمونو کې هم د کار کولو تجربه کړې وه خو دغه تجربه یې کامیابه نه وه ثابته شوې.

هغې د ریډیو پاکستان پېښور او ټیليویژن څخه په زرګونو سندرې ویلې وې چې زیاتره پکې مشهورې شوې دي.

XS
SM
MD
LG