لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني وايي صدر ټرمپ يې د سولې د عمل په لړ کې په مشرۍ باور څرګند کړی


د افغانستان ولسمشر اشرف غني ويلي، د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ورسره د افغانستان د سولې د پروسې په وروستيو پرمختګونو خبرې کړي او اومبارکي يې ورته ويلې ده.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ په فېس بک پاڼه ویلي، د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ پرون د اتوار، يکشنبې په ماښام د افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټيليفون خبرې کړي دي.

په بيان کې ويل شوي ډانلډ ټرمپ د اشرف غني "سره د سولې پروسې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې" او " د افغانستان د سولې په اړه د تېرې ورځې پر تحول د خوښۍ څرګندولو پر مهال، جمهوررئیس غني ته د خپلې مبارکۍ مراتب څرګند کړل".

اشرف غني په خپله هم په ټويټر د ټیليفوني خبرو په اړه ويلي، "صدر ډانلډ ټرمپ د سولې د پروسې د راتلونکو ګامونو د رهبرۍ په لړ کې د افغان حکومت په مشرتابه د صلاحيت باور څرګند کړو".

دغه ټيليفوني خبرې په داسې حال کې شوي چې د خالي، شنبې په ورځ (۲۹م فرورۍ) باندې امریکا د طالبانو سره د افغانستان د سولې توافقنامه لاسليک کړې ده.

د اشرف غني سره د صدر ټرمپ د خبرو په اړه نه خو صدر ټرمپ او نه سپينې ماڼۍ کوم بيان ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG