په امریکا کې د کرونا وايرس څخه د خلکو مړينې دوام لري او تر اوسه پورې نهه تنه د کرونا وايرس له امله مړه شوي دي.
د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه په امریکا کې د کرونا وايرس له امله ټولې مړينې په واشنګټن ریاست کې شوي دي.
ويل شوي د واشنګټن د ۲۷ پېښو نه علاوه د امریکا ۱۴ رياستونو ته کرونا وايرس خواره شوي دي.
د ناروغتیاګانو د قابو کولو او مخنيوي د ادارې ډاکټر نېنسي ميسونيري ويلي، په امریکا کې کرونا وايرس اوس هغه څه کوي او ښايي دا د هغې پېل دی کوم څه چې د امریکا نه بهر شوي دي.
ويل شوي د کرونا وايرس له امله د اقتصاد اغېزمندېدو په لړ کې ګامونه پورته کول کیږي او د امريکا مرکزي بېنک فېډرل ريزرو شرح سود نيم فيصده راکم کړی دی.
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په دوايانو جوړؤنکو شرکتونو ټينګار کړی چې زر تر زره د کرونا وايرس د مخنيوي د واکسينو جوړولو هڅې وکړي.
کرونا وايرس چې په چين کې ښکاره شوي راپورونه وايي دا وايرس اوس د نړۍ تر ۷۰ ملکونو پورې خواره شوي د ۹۰ زره پورې کسان يې وهلي او د درې زرو نه زيات يې مړه کړي دي.