لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان طالبان: د ملا هبت الله اخوندزاده په شته والي کې بل څوک "قانوني واکمن" نه شي جوړېدای


واشنګټن ــــ افغان طالبان وایي له امریکې سره د دوی د سولې تړون د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده پر حیثیت او مشرۍ هیڅ اغېز نه کوي او وایي چې هغه د افغانستان "قانوني واکمن" دی.

طالبانو ویلي د دوی د مشر دا مذهبي فریضه ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو- چې دوی ورته "قابض" پوځ ویلي- تر وتلو وروسته په هېواد کې "اسلامي حکومت" جوړ کړي.

طالبانو د شنبې- خالي په ورځ په خپاره کړي بیان کې ویلي تر څو چې له افغانستانه د بهرنۍ قبضې ریښې په بشپړه توګه له منځه نه وي ایستل شوې او اسلامي حکومت نه وي جوړ شوی، تر هغه وخته به د دوی وسلوال جګړې ته دوام ورکوي او پر اسلامي شریعت د عمل کولو لپاره خپلې هڅې نورې هم تېزوي.

وړمه ورځ یوې امریکایي رسنۍ پخپل رپوټ کې ویلي وو، چې د امریکې حکومت ځینې استخباراتي رپوټونه تر لاسه کړي او په هغو کې دعوه شوې وه چې طالبان د سولې په تړون کې د کړو ژمنو د پر ځای کولو اراده نه لري.

خو طالبانو دا هسې تورونه بللي او په کلک یې رد کړي دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د شنبې- خالي په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دا دعوې هیڅ حقیقت نه لري چې ګواکې طالبان د سولې د تړون د ماتولو اراده لري. سهېل شاهین لیکلي:

"دا چې تر اوسه پورې د شوي توافق د عملي کېدو بهیر ښه روان دی، د مسئولو امریکایي چارواکو دا ډول څرګندونې په هیڅ ډول نه شي توجیه کېدلای".

افغان طالبانو د شنبې- خالي په ورځ په خپاره کړي بیان کې ویلي، چې د ملا هبت الله اخوندزاده شته والي کې په افغانستان کې بل څوک "قانوني واکمن" نه شي جوړېدای. وایي د خپل قانوني مشر "امیر" په امر یې د بهرنۍ واکمنۍ په ضد 19 کاله جګړه وکړه، اوس د هغوی د قبضې ختمولو په اړه د تړون دا مطلب نه دی چې هغه اصول ختم شول.

د امریکې او طالبانو تر منځ د سولې په تړون کې ویل شوي چې طالبان به نه یواځې په افغانستان کې نورو وسلوالو او ترهګرو ډلو ته پناه نه ورکوي بلکې د هغوی په ضد به جګړه هم کوي. په تړون کې ویل شوي چې طالبان به د مارچ پر 10مه د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې پیلوي.

د سولې د تړون له مخې به امریکا په څورلسو میاشتو کې له افغانستانه خپل 13000 پوځیان باسي خو طالبانو په خپل وروستي بیان کې سپیناوی کړی چې د جګړې او تشدد د کموالي لپاره یواځې د بهرنیو پوځونو وتل کافي نه دي، وایي د سولې په تړون کې دا هڅه شوې چې اوسني افغان سیاستوال- چې دوی په کرپشن او درغلیو ککړ بللي- همداسې وساتل شي چې ګواکې بیا د راتلونکي حکومت برخه شي.

کله چې امریکا ږغ د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه د دې بیان سپیناوی وغوښت، چې د دوی پر رسمي ویبپاڼه خپور شوی، نو هغه وویل چې دا بیان د دوی د رسمي پالیسۍ استازیتوب نه کوي بلکې وایي چې دا د دوی د ډلې د یوه مذهبي عالم نظر دی. ذبیح الله مجاهد وایي، طالبان د سولې په تړون کې له امریکې سره پر کړو ژمنو ولاړ دي.

امریکې او روس د تېرې جمعې په ورځ د افغان سولې تړون په اړه په یوه ګډ بیان کې ویلي وو، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت په نوم د حکومت بیا فعالېدل نه مني او نه یې ملاتړ کوي.

د راتلونکې نهې- سه شنبې په ورځ د پیلېدونکو بین الافغاني خبرو یوه مهمه موضوع د بندیانو تبادله ده، طالبان ټینګار کوي چې د دوی 5000 بندیان دې تر دغو خبرو مخکې خوشي کړل شي، خو افغان حکومت د دوی غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه به په بین الافغاني مذاکراتو کې بحث کوي.


افغان ولسمشر اشرف غني پرون ویلي، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د ټاکلیو غړو نوملړ به د مارچ تر 9کې مې بشپړ شي. وايي حکومت یې تیار دی د منل شویو اصولو په بنیاد له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

د افغان ځواکونو 1000 تنه هم له طالبانو سره بندیان دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاهین ویلي، د دوی مذاکراتي ټیم او ایجنډا هم تیار دي خو وایي که د سولې له تړون سره سم د دوی بندیان خوشي نه شي نو په بین الافغاني خبرو کې د ځنډ پړه به پر افغان حکومت وي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG