طالبانو دامریکایي استخباراتي چارواکو دا دعوې رد کړي چې ګنې هغوئ امریکا سره دسولې خپل شوی تړون ماتول غواړي
په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین په ټوئټر لیکلي دا ادعا حقیقت نه لري چې ګنې طالبان دتوافقنامې ماتولو اراده لري.
این بي سي نیوز تیره ورځ د درېوؤ امریکایي استخباراتي چارواکو له خولې پخپل راپور کې دعوه کړې وه چې طالبانو دسولې تړون دامریکایي ځواکونو د وتلو دپاره کړی اؤ اوس طالبان امریکا سره دسولې په کړو ژمنو عمل نه کوي.
خو دطالبانو ویاند سهیل شاهین وایي هغوئ دا تور په کلکه ردوي اؤ ددې ترڅنګ یې زیاته کړې ده چې تر اوسه د شوي تړون عملي کیدو بهیر په توګه پرمخ روان دی.
دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې تړون په ۲۹مه فرورۍ دوحه کې شوی ؤ چې له مخې به واشنګټن به ۱۴ؤ میاشتو کې خپل ځواکونه دافغانستان څخه وباسي اؤ طالبان به ددې بدل کې دترهګرو ډلو څخه ځان جلا کوي اؤ دافغانستان خاوره به دبل هیواد په ضد کارول کیدو ته نه ورکوي.
خو دسولې دشوي دې تړون باوجود هم طالبانو افغانستان کې په افغان ځواکونو ګڼ شمیر بریدونه کړي اؤ ددې بریدونو ځواب کې روانه اوونۍ امریکایي الوتکو هم هلمند کې په طالبانو برید کړی ؤ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيود زيارت، پنجشنبې په ورځ ويلي وؤ د روان تشدد باوجود"دوی اوس هم باور لري چې د طالبانو مشرتابه د خپلو ژمنو په پوره کولو کار کوي"
د امریکا او طالبانو په تړون کې دا هم ويل شوي چې د نهې، سه شنبې د ورځې نه وړاندې به افغان دولت د طالبانو پينځه زره زندانيان خوشي کوي او طالبان به ۱۰۰۰ افغان سرتیري پرېږدي چې بيا بېن الافغاني خبرې پېل شي.
خو د تړون وروسته افغان ولسمشر ويلي د واشنګټن سره یې د طالب بندیوانو د خوشي کولو کومه ژمنه نه ده کړې.