لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس: سعودي عرب د پاکستان په ګډون د څو نورو هېوادونو سره سفري بندېز لګولی، راپور


سعودي عرب د کرونا وايرس له ویرې د يورپي يونين او پاکستان ترڅنګ د ۱۲ هغو هېوادونو سره سفري بندېز اعلان کړی چرته چې د کرونا وايرس شتون لري.

رويټرز د سعودي عرب د دولتي خبري ادارې لخوا ويلي په سعودي عرب کې د کرونا ۲۴ نورې پېښې مخې ته راغلې چې ورسره په دغه هېواد کې د کرونا وايرس پېښې ۴۵ ته رسېدلې دي.

رويټرز ویلي سعودي عرب چې د کومو هېوادونو سره سفري بندېزونه اعلان کړي پاکستان، هند، سري لنکا، فلپاين، سوډان، ایتهوپيا، جنوبي سوډان، ايریټيريا، کینيا، صوماليه، د سويئزرلېنډ په ګډون يورپي یونين پکې شامل دی.

پاکستان تراوسه پورې د سعودي عرب د بندېز په اړه څه نه دي ویلي.

د صحت نړيوالې ادارې کرونا نړیواله وبا ګرځولې ده.

رويټرز ویلي سعودي عرب په ۱۹ نورو هېوادونو هم بندېز لګولی چې پکې د سعودي عرب ګاونډي عرب هېوادونه هم شامل دي. د دې ترڅنګ سعودي عرب دا هم ويلي که چا خپل سفري او د صحت په اړه مالومات پټ کړه پينځه لاکه رياله جرمانه به پرې لګولی شي.

د کرونا وايرس په تېزۍ سره خورېدو او وبا ګرځول کېدو وروسته د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم د يورپ څخه امریکا ته سفر د ۳۰ ورځو دپاره ځنډولی دی.

د کرونا وايرس له امله په امریکا کې تراوسه پورې ۳۲ تنه مړه او ۱۰۵۰ اغېزمن شوي دي او د واشنګټن په ګډون په څو ریاستونو کې بېړني حالت په ځای کړی شوي دي.

په چين کې ښکاره شوي کرونا وايرس چې اوس د ۱۰۰ څخه زياتو هېوادونو ته رسېدلي يو لاک ۲۴ زره خلک يې وهلي او۴۶۰۰ کسان يې مړه کړي دي.

چين، اټلي او ايران کرونا تر ټولو زیات ځپلي دي، په چين کې د کرونا نه ۳۱۶۲، اټلي کې ۶۳۱ او ايران کې ۳۵۴ تنه مړه شوي دي.

دغه رنګ په جنوبي کوريا کې ۵۴، په سپېن کې ۴۹، په فرانس کې ۳۳ او امریکا کې يې ۳۲ تنه مړه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG