لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې د کرونا وايرس د ويکسينو ازموينه پېل کړې


امریکې د ګل/ دوشنبې په ورځ د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره جوړ کړي ويکسينو ازموينه پېل کړې ده، او دغه ويکسين د انجکشن د لارې د امریکا په سياټل ښار کې څو کسانو ته شوي دي.

د امريکې د صحت قامي ادارې (اېن ايي اېچ) ويلي دغه ازموينه په ۴۵ هغو کسانو کيږي چې صحتمند دي او عمرونه يې د ۱۵ کالو نه تر ۴۵ کلونو پورې دی او دا ازموينه به تر شپږو اوونيو پورې کتل کيږي.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه ۴۳ کلنه جېنيفر هېلر يوه د هغو تنو نه ده چې دغه ويکسين ورته شوي دي هغه د دوه بچو مور ده.

ياد ويکسين د اېن ايي اېچ سائنس پوهانو او موډرنا کمپنۍ جوړ کړي دي.

د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره په ګرده نړۍ کې د ويکسينو جوړولو تجربې کیږي.

سائنس پوهان وايي ښايي دا ويکسين به د ۱۲ نه تر ۱۸ میاشتو پورې عام نه شي ځکه د پوهانو په وېنا دا ويکسين به د څو پړاؤنو څخه تيريږي چې کره کړی شي چې سم کار کوي.

د کرونا وايرس د مخنیوي دپاره جوړو ويکسينو په اړه څيړنې وايي دا هیڅ خطره نه لري چې چاته یې ويکسين وشي.

سائنس پوهان وايي دوی د ويکسينو ازموينه ډېره په پام سره ګوري چې اېميون نظام ورته څنګه غبرګون وايي او دا هم ګوري چې دا کومه خطره خو نه لري يا نقصان خو نه کوي.

د امریکې جان هوپکېنز پوهنتون چې په نړۍ کې د کرونا وايرس شمېرې راټولوي، وايي دا وخت کرونا وايرس د نړۍ ۱۵۵ هېوادونو ته رسېدلي، ۷۱۵۴ کسان يې مړي او په يو لاک ۸۲ زره او ۴۰۵ کسانو کې مالوم شوي دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه په کرونا وايرس اخته شوي ۷۹ زره ۴۳۳ بیرته صحتمند شوي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG