لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ د علي وزير پرضد د نااهلۍ خواست رد کړو


د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ په منتخب غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ مشر علي وزير پرضد د نااهلۍ خواست د اسلام اباد هايکورټ رد کړی دی.

د پي ټي اېم وکيل عبدالرحيم وزیر په وېنا د اسلام اباد هايکورټ جسټس اطهرمن الله ويلي دغه خواست د اورېدنې قابل نه دی.

درې ورځې وړاندې د عبدالولي نومې تن چې د پخوانۍ قبايلي سيمې سره تعلق لرونکی زده کوونکی دی د وکيل خرم شهزاد چغتايي د لارې اسلام اباد هايکورټ ته د علي وزير او پي ټي اېم پرضد خواست کړی ؤ.

وزير وايي جسټس اطهرمن الله وويل که چاته په چا اعتراض وي د هغې طريقه موجوده ده.

په خواست کې ويل شوي ؤ چې د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير او پي ټي اېم د قامي ګټو پرضد هلوځلو کې ککړ دي.

د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ په منتخب غړي او د پي ټي اېم په مخکښ مشر علي وزير او د پي ټي اېم په يو شمېر نورو غړو له دې وړاندې هم د رياست او رياستي ادارو پرضد د وېناګانو کولو او نعرو وهلو مقدمې درج دي.

علي وزير د خړکمر په پېښه کې جېل ته هم لېږل شوی ؤ.

د پاکستان پوځ او حکومت هم په پي ټي اېم د بهر هېوادونو څخه د پېسو اخیستو تورونه پورې کړي خو پي ټي اېم وايي د غورځنګ پرضد د لګول شوؤ تورونو ثبوتونه دې مخې ته راوړل شي.

پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين او قانون لاندې د پښتنو د حقونو دپاره پرامنه مبارزه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG