لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کرونا وایرس د مخنیوي وېکسین ازموینه پیل شوه خو بشپړه تیاري یې تر کال زیات وخت اخلي


واشنګټن ـــــ په تېر دسمبر کې د چین په ووهان ښار کې د نوي وژونکي کرونا وایرس تر خپرېدو شاوخوا درې نیمو میاشتو وروسته د امریکې د روغتیا اداره په دې وتوانېده چې د دې ناروغۍ لپاره یې وېکسین جوړ کړ خو د دې وېکسین بشپړه تیاري لا نور وخت ته هم اړتیا لري.

د امریکې د روغتیا چارواکي وایي، د کرونا وایرس د علاج لپاره یې چې کوم وېکسین جوړ کړي پر ځینو انسانانو یې د هغوی لومړۍ تجربې پیل کړې دي.

د ګل- دوشنبې په ورځ‌ د واشنګټن ایالت په سیاټل ښار کې د کایزر پرمننټې د څېړنې ادارې دغه وېکسین پر څو هغو کسانو و ازمویل چې کومه ناروغي یې نه لرله.

د امریکې د روغتیا مرکزي اداره (این ای ایچ) وایي، دغه ازموینه به د شپږو اوونیو په موده کې پر هغو ۴۵ کسانو د هغوی په خوښه یا په رضاکارانه ډول تر سره کېږي چې کومه ناروغي نه لري او عمرونه یې له ۱۸ تر ۵۵ کلونو پورې وي.

په هغو کسانو کې چې پرون دغه ازمېیښتي وېکسین پرې ازمویل شوي، یوه هم د سیاټل ښار اوسېدونکې ۴۳ کلنه جنیفر هالر وه، هغې هلته د اسوشیېټیډ پریس خبریال ته وویل "دا زما لپاره یوه ډېره په زړه پورې او حیرانوونکې موقع ده چې دې ازموینې ته تیاره شوم". مېرمن هالر د دوو اولادونو مور ده،‌ هغه وایي "اولادونه مې فکر کوي چې دا ښه خبره ده چې زه په دې ازموینه کې برخه اخلم".

دغه وېکسین د امریکې د روغتیا مرکزي ادارې او د ماډرنا په نامه د بایوټیکالوجۍ کمپنۍ په ګډه جوړوي. دا د ازمېیښتي وېکسینو له هغو څېړنو څخه ده چې په راتلونکو میاشتو کې په ټوله نړۍ کې تر سره کېږي، په دې کې به هڅه کېږي چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره درملنه پیدا شي.

ډاکټران وایي دغه وېکسین چې په بشپړه توګه تیارېږي او په ټوله نړۍ کې د کارول کېدو لپاره اماده کېږي دا له دوولسو تر اتلسو میاشتو وخت اخیستلای شي، ځکه چې وایي دا د ټولو زورورو وېکسینو غوندې له بېلابېلو لارو تجربې ته اړتیا لري او دا کتل غواړي چې آیا کار کوي او زیانمن خو نه دي.

د امریکې د روغتیا د مرکزي ادارې مشر ډاکټر انتوني فاوسي پرون پخپل یوه بیان کې ویلي، د دې لپاره چې د کرونا وایرس مخه ونیول شي، داسې وېکسینو ته بیړنۍ روغتیایي اړتیا ده چې هم ګټور وي او هم اغېزمن. هغه وایي:

"د دې وېکسین جوړولو دا لومړۍ څېړنه- چې په ډېره ګړندۍ توګه پیل شوه- هدف ته د رسېدو پر لور لومړی ډېر مهم ګام دی".

د طبي چارو پوهان وایي د دې واکسینو ازموینه هغو کسانو ته چې دغه وېکسین ورباندې تجربه کېږي هیڅ کوم تاوان نه لري ځکه چې وایي د دغو وېکسینو انجکشن یا ستنې ته اصل وایرس نه دي ور ګډ شوي، وایي‌ دغو وېکسینو ته یواځې د وایرس د پیدا کېدنې د کوډ یوه برخه ور ګډه کړل شوې چې د سپایک په نامه زخې یا ازغي ته ورته پروټین سره تړلی له کرونا وایرس را وتلی او پر انساني خلیو برید کوي.

په دې څېړنه کې هڅه کېږي چې د همدې زخې ته ورته پروټین مخه ونیسي، چې وایي‌ په دې سره به بیا دا وایرس خلک نه شي‌ اغېزمن کولای. ساینس پوهان وايي دوی د ويکسينو ازموينه ډېره په پام سره ګوري چې د انسان د بدن اېميون یا دفاعي نظام ورته څنګه غبرګون وايي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG