لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان دولت وایي ښایي ۱۶میلیونه افغانان په کرونا وائروسو اخته شي


دافغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین اندېښنه ښودلې ده چې که دافغانستان خلک دافغانستان خلک دکرونا وائروسو څخه احتیاطي تدابیر په پام کې ونه نیسي نو ښایي ۱۶میلیونه افغانان په دې وائروسو اخته شي.

دسه شنبې په ورځ خبریالانو ته د عامي روغتیا وزیر ویلي دا مهال دافغانستان په ۱۳ؤ ولایتونو کې د کرونا وائروسو ۴۲ پېښې مخې ته راغلي اؤ اندېښنه ده چې په راتلونکو اوونیو کې به دا پېښې نورې هم سیوا شي.

دامریکا غږ اشنا د راپور له مخې ښاغلي فیروز الدین د روغتیا د نړیوال سازمان له خولې ویلي چې دافغانستان اتیا فیصده وګړي په کرونا وائروسو اخته کیدای شي چې دا شمیره ۱۶میلیونو ته رسیږي.

هغه ویلي که ۱۶میلیونه خلک په کرونا وائروسو اخته شي نو دې کې به اته لکه روغتون ته اړتیا ولري دوه لکه اؤ‌۱۰زره به جدي پاملرنه وغواړي.

هغه دایران سره په پوله پروت هرات ولایت کې دګرځ بندیز اشاره هم ورکړې ده اؤ ویلي یې دي په پام کې ده چې په دغه ولایت کې ګرځ بندیز پځائ شي.

د روغتیا وزیر په خلکو غږ کړی چې احتیاطي تدابیر باید په پام کې ونیسي اؤ ددې وائروسو دمخنیوي په هڅو کې د دولت لاسونه پیاوړي کړي.

د رامخته شوؤ شمیرو له مخې دا مهال په ګرده نړۍ کې تر درېوؤ‌ لکو زیات کسان په کرونا وائروسو اخته شوي اؤ تر ۱۶نیم زرو زیات کسان مړه شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG