لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ایټالیا کې په کرونا د مړو شمېر له ۶۰۰۰ زیات شوی


واشنګټن ډي سي: په ایټالیا کې چې په کرونا وایرس د مړینې له پلوه تر نورو هېوادونو زیاته ځپل شوې د نهې یا سې شنبې په ورځ د دریمې پرلپسې ورځې لپاره په نویو پېښو او هم د مړو شویو کسانو په شمېر کې کموالی راغلی.

د ګل یا دوشنبې په ورځ په ایټالیا کې د کرونا وایرس له امله ۶۰۱ کسان مړه شوي دي.

که څه هم د مړینې له پلوه دا لویه شمېره ده خو د شنبې یا خالي ورځې په پرتله چې نږدې ۸۰۰ کسان پکې مړه شوي وو کمه ده.

په ایټالیا کې ټولټال له ۶۰۰۰ زیاتې مړینې رپوټ شوي او له چین څخه وروسته پکې په کرونا وایرس تر نورو هېوادونو زیات کسان اخته شوي دي.

چارواکو دوه اونی مخکې په ټول هېواد کې په دې هیله په ګرځېدو بندیز یا لاک ډون لګولی چې د وایرس د خپرېدو مخه ونیسي.

دغه وایرس تر اوسه پورې د نړی نږدې هر یوه هېواد ته ځان رسولی.

جنوبي کوریا هم چې یو وخت په کرونا وایرس د سختو ځپل شویو هېوادونو په کتار کې وه پرمختګ کړی او د نهې یا سې شنبې په ورځ یې د ۷۶ نویو پېښو خبر ورکړی.

په جنوبي کوریا کې دا ۱۳ ورځ ده چې په کرونا وایرس د نویو اخته شویو کسانو شمېر پکې هره ورځ له سلو څخه ښکته وي.

په ورته وخت کې په چین کې هم په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر ښکته روان دی او د نهې ورځ پکې د څلورو داسې پېښو راپور ورکړل شوی چې په سیمه کې له یوه څخه بل ته انتقال شوی.

خو په چین کې د وایرس د بېرته راتګ ویره شته ځکه هغه ځای ته چې د ډیسمبر په وروستیو کې دا وایرس موندل شوی خلک د نړی له نورو سیمو څخه رسیدلي دي.

چین د نهې یا سې شنبې په ورځ په کرونا وایرس د اخته کسانو د داسې نویو پېښو شمېر ۷۴ رپوټ کړی.

دغو ویرو په ټوله نړی کې حکومتونه اړ ایستلي چې سفري بندیزونه ولګوي.

کیوبا د نهې له ورځې خپل هېواد ته د ټولو سیلانیانو په ورتګ بندیز لګولی.

هغه چې له مخکې دغه هېواد ته رسېدلي هغوی به په زوره قرنطین کوي او د کیوبا خلک به نشي کولای چې له دغه ټاپو څخه ووځي.

په امریکا کې له دریو څخه یو برخه خلکو ته د والیانو یا ګونرانو لخوا حکم شوی چې په کورونو کې دې پاتې شي.

تر ټولو وروستی د هوايي ایالت ګورنر وو چط له خلکو یې وغوښتل له اړتیا پرته دې له کور څخه د باندې نه وځي.‌

په واشنګټن سټیټ کې بیا والي د غیر ضروري کاروبارونو د تړلو امر هم کړی.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ په هغه حکم هم لاسلیک وکړ چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د اړینو توکو او وسایلو زېرمه کول یې جرم ګڼلي.

د کرونا وایرس په وړاندې د ملي او نړیوال غبرګون لپاره د امریکا سیاسي مشران د ګل یا دوشنبې ناوخته سره راټول شوي وو تر څو د سترې اقتصادي بستې په اړه تړون باندې سره موافقه وکړي.

دوی ډاډ څرګند کړ چې د نهې په ورځ سره جوړجاړي ته ورسېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG