لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس: پاکستان کې شمېرې ۹۷۲ ته رسېدلي، اووه تنه مړه


پاکستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېرې ۹۷۲ ته رسېدلې دي، کرونا وايرس په پاکستان کې اووه تنه مړه کړي، او په تېر ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس ۸۰ پېښې نورې سېوا شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تر اوسه پورې ۱۸ کسان د کرونا وايرس نه صحتمند شوي دي، خو ويل شوي په کرونا وايرس اخته کسانو کې د پينځه کسانو روغتيايي حالت خطرناک دی.

د صحت د محکمې د تېرې شپې د شمېرو ترمخه په سند صوبه کې د کرونا په وايرس اخته کسانو شمېره ۴۰۷، په پنجاب کې ۲۸۱، په بلوچستان کې ۱۱۰، په ګلګت بلتستان ۸۰، په خېبرپښتونخوا کې ۷۸، په اسلام اباد کې ۱۵ او ازادکشمير کې يو تن دی.

د سند صوبې حکومتي وياند ويلي په کرونا وايرس اخته ۱۰ تنه صحتمند شوي دي، هغه زیاته کړې په سند صوبه کې په کرونا وايرس اخته ۱۴ کسان صحتمند شو.

په پاکستان کې د کرونا وايرس لمړۍ پېښه په ۲۶م فرورۍ د سند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې مخې ته راغلې وه.

د سند صوبې چارواکي وايي په صوبه کې په کرونا وايرس اخته کسانو کې زياتره د تافتان څخه راغلي دي.

سند صوبې د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې تر ټولو اول تعليمي ادارې تړلې او بيا يې په صوبه کې ټول بنديز (لاک ډاؤن) کړی دی.

د سند نه وروسته په نورو درې واړو صوبو خېبرپښتونخوا، بلوچستان او پنجاب کې هم دغه ډول ګامونه پورته کړی شوي او په خلکو غږ شوی چې د کرونا وايرس نه د مخنیوي په لړ کې دې خلک په کورونو کې کښېني او د ګڼې ګوڼې جوړولو نه ډډه وکړي.

په سند صوبه کې نن درېمه ورځ ده چې د صوبې تړلو اعلان شوی دی، خو چارواکي وايي ۸۰ فيصده خلک په کورونو کې ناست شوي او په لاک ډاؤن عمل کيږي خو د صوبې د اطلاعاتو وزیر ناصر حسېن شاه وايي نور سخت ګامونه پورته کوي.

شخصي ټيلي ويژن جيو سره په خبرو کې هغه وويل په لاک ډاؤن کې د روغتونونو او دوايانو د دوکانونه سره د خوراکی توکيو دوکانونه هم خلاص ؤ.

خو زياته يې کړه دوی اوس پرېکړه وکړه چې د سهار اته بجو نه تر ماښام اته بجو پورې به د خوراکي توکيو دوکانونه خلاص وي او د شپې د اته بجو نه تر سهار اته بجو پورې به دا دوکانونه هم اوس بندولی شي.

خو وې ويل روغتونونه او د دوايانو سټورونه به ۲۴ ساعته خلاص وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG