لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وائروس:سعودي وایي تر اوسه یې دسږني حج منسوخولو پرېکړه نه ده کړې


په پاکستان کې دسعودي عرب سفیر نواف بن سعید المالکي ویلي چې دسعودي حکومت تر اوسه د کرونا وائروسو له امله سږکال دحج منسوخولو په اړه هیڅ غوڅه پرېکړه نه ده کړې.

د اردو نیوز په نوم یوې رسنۍ سره خبرو کې دسعودي سفیر ویلي” که چرې سعودي دحج منسوخولو په اړه کومه پرېکړه وکړه نو دهغې څخه به ټول حج ته تلونکي کسان په وخت خبرولی شي”

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د کرونا وائروسو په چټکتیا سره دخوریدو له امله سعودي عرب د۲۷مې فرورۍ څخه په عمره بندیز لګولی اؤ بیت الله شریف اؤ د پیغمبر محمد ص روضې ته څوک دعبادت دپاره نه پریږدي.

سفیر واف بن سعید المالکي ویلي هغه بهرني وګړي چې اقامي لري اؤ په قانوني توګه موجوده شرائطو کې له سعودي وتلي کله چې الوتکې بیا الوتنې پیل کړي هغوئ به کولی شي سعودي ته بیرته لاړ شي اؤ خپلې دندې پیل کړي.

هغه په ډاګه کړې ده چې کوم خلک په چکر یا د عمرې دپاره سعودي عرب ته تللي وؤ اؤ اوس د الوتکو دنشتوالي له امله هلته بند پاتې دي دهغوئ د ویزو دمعیاد په غځولو به له هغوئ هیڅ رقم جرمانه یا زیاتې پیسې نه اخستل کیږي اؤ به یې په ضد قانوني کارروایي کیږي.

دنړیوالو مطبوعاتو د راپورونو له مخې سعودي عرب هم په هغو هیوادونو کې شامل دی چې کرونا وائروسو ځپلی دی.

دغلته تر اوسه په سوونو کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي اؤ د یو تن د مړینې خبر پکې هم مخې ته راغلی دی

XS
SM
MD
LG