لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني روپۍ دتیرو نهو میاشتو په مهال تر ټولو زیات خپل ارزښت وبائیللو،ډالر نور هم وختلو


Pakistani Currency
Pakistani Currency

په نړۍ کې د کرونا وائروسو د را الوتلې وباء له امله دپاکستاني روپۍ ارزښت پرله پسې په ښکته روان دی اؤ د زیارت په ورځ دپاکستان په بانکونو کې یو ډالر په ۱۶۷.۴۵ روپۍ پلورل شوی دی.

د روانې میاشتې په پیل کې دپاکستاني بانکونو دننه یو امریکایي ډالر په ۱۵۶پاکستاني روپیو پلور کیدلو خو په ټوله نړۍ اؤ پاکستان کې د کرونا د وائروسو په چټکتیا سره دخوریدو له امله د چهارشنبې په ورځ د یو ډالر نرخ۱۶۲ؤ روپو ته اؤ‌ د زیارت په ورځ ۱۶۷ږ۴۵ روپو ته وختلو.

په تیرو نهو میاشتو کې دا وړومبی ځل دی چې د ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ دومره په ښکته تللې ده اؤ په درېوؤ ورځو کې ډالر اته روپۍ اؤ ۳۴پیسې په بره تللی دی.

څیړونکي وایي د ډالر په نرخ کې د اوسني زیاتوالي له امله دپاکستان په اوږو بار پورونو کې د د۶۰۰ؤ روپو اضافه شوې ده .

ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې دپاکستان د اسټیټ بینک د ګورنر رضا باقر دخولې ویلي چې د کرونا وائروسو له امله بهرني سرمایه کاران غواړي خپل پیسې په نقد ډول په لاس کې ولري اؤ ددې غرض دپاره هغوئ دپاکستان په ګډون دټولې دنیا څخه خپلې پنګې بیرته راوباسي.

همدا داشان یو بل اقتصاد پوهه سمیع الله طارق ویلي چې د استیټ بینک د شمیرو له مخې په تیرو درېوؤ اوونیو کې بهرنیو پنګه والو د دولتي پورونو د د ضمانتي پیسو څخه یو بلین اعشاریه ۵۶ډالر پنګې بیرته ویستلي دي چې له دې امله پاکستاني روپۍ د فشارونو لاندې راغلې ده

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG