لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کيليفورنيا کې څلور زره د پاسه کسان په کرونا وايرس اخته، ۸۳ مړه شوي


د کيليفورنيا په هیوارډ ښار کې د کرونا وايرس د ټيسټونو مرکز ويلي چې په ۵۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دا مهال په کيليفورنيا کې د څلور زرو دپاسه خلک په دې رنځ اخته شوي او د مړو شمېره تر دې دمه ۸۳ رسېدلې ده.

د دوشنبي يا د ګل په ورځ د هيوارډ ښار د اوور وژنې محکمې لخوا جوړ شوي د کرونا وايرس په اړه د ټيسټونو مرکز نه د ۲۰۷ تنو ټېسټونه ليبارټرۍ ته لېږلې دي.

د اوور وژنې محکمي مشر ډان ڼيکلسن ډيوه ته ويلي چې درې ورځې وروسته د دغو ټېسټونو پايلې د مرکز سره شريکي شوي د کوم تر مخه يې په ۵۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

تر دې دمه په کيليفورنيا کې د کرونا وايرس نه په مړه شوؤ کې ۱۱ ښځې او ۱۹ سړي شامل دي. له دې نه علاوه د ۵۴ مړو جنس د چارواکو لخوا نه دی څرګند شوی.

د ناروغيو د قابو کولواو مخنيوي مرکز د چارواکو په وېنا په کيلفورنيا کې په دغو مړه شوؤ کسانو کې زياتره شمير د زړو يا د زيات عمر خلک دي. هغه وايي لږترلږه ۱۸ تنه د ۷۰ کالو څخه د ډېر عمر ؤ.

په کيليفورنيا کې تر ټولو زيات مړي په لاس اينجلس کاؤنټي کې شوي چي شمېره يې ۲۱ ده، لاس اينجلس د هالي ووډ فلمي صنعت له پاره ډير مشهوره ده.

نور مړي المیډا ، کانټرا کوسټا ، میډیرا ، مانټري ، اورينج ، پلسیر ، ریورسائیډ ، سکرامنټو ، سان بینيټو ، سان برنارډینو ، سان ډیاګو ، سان فرانسیسکو ، سان جوکوین ، سان میتو ، سانتا کلاارا ، شاستا ، سونوما ، وینټورا او یولو کاؤنټوکې شوي دي.

په سانتا کلارا کاؤنټي کې د کرونا رنځ له امله ۱۹ تنه مړه شوي دي او ۵۴۲ په دي رنځ اخته شوي دي. د عامې روغتيا محکمې لخوا دا مهال ۱۵۴ کسان د کاؤنټي په بېلا بيلو روغتونونو کې پراته دي.

په بي ايريا کې د کرونا وايرس وبا د مخنيوي په لړ کې د سکولونو او کالجونو رخصتۍ د يکم مې پورې غځولي شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG