لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران کې له کرونا وایرسه د ساتنې په خاطر زهرجنو الکوهلو 300 مړه او سلګونه ناروغه کړي


واشنګټن ــــ رپوټونه وايي په ايران کې د کرونا واېرس نه د بچ کېدلو په خاطر زهرجن الکوهل يا ميتهانول ۳۰۰ کسان وژلي او د ۱۰۰۰ نه زيات يې بيماران کړي‌ دي.

دا په داسې حال چې په ايران کې د کرونا واېرس ۲۲۰۰ کسان وژلي او ۲۹۰۰۰ زره يې ځپلي، په ايران کې په سوشل ميډيا د دغې خونړي واېرس د مخنيوي لپاره په فارسۍ ژبه کې يوه افواه خوره شوه چې په برطانيه کې د سکول يو استاز د کرونا واېرس علاج په شرابو يا الکوهل او شهدو کوي.

په ايران کې په مسلمانانو د شرابو څښلو سخته پابندي ده نو ځکه خلکو د شرابو يا الکوهل په ځای ميتهانول څښلي دي چي د دماغو، پړپوس (سږو) او ساه لپاره ډېر نقصاني دی او ګن شمېر ‌خلک یې وژلي او ناروغه کړي‌ دي.

اسوسيېټیډ پرېس د جمعې په ورځ د یوه ایراني ډاکټر له خولې خبر ورکړی چې په ايران کې د کرونا واېرس نه د بچ کېدلو د پاره د ميتهانول په څښلو ۴۸۰ کسان مړه شوي او۲۸۵۰ يې بيماران کړي‌ دي.

د ايران د صحت د وزارت سلاکار ډاکټر حسېن حسېن وايي، د نړۍ نور هېوادونه يواځې د کرونا واېرس د مسئلې سره مخ دي خو مونږه په ايران کې د کرونا واېرس سره سره د زهرجن ميتهانول د مشکل سره هم مخ يو چې په سوونو خلک يې وژلي او ځپلي دي.

نوموړي ويلي، له بده مرغه د ايران په ځينو صوبو لکه خوزېستان او فارس کې د کرونا واېرس دومره خلک نه دي وژلي څومره چې زهرجن ميتهانول وژلي دي.

د ايران حکومت د زهرجن ميتهانول په جوړوونکو باندې دا خبره لازمه کړې ده چې دوی به په ميتهانول کې داسې رنګ ور ګډوي چې دا د الکوهل يا ايتهانول نه بدل ښکاره کړي، ځکه چې په ايران کې د ۱۹۷۹م کال راهسې د اسلامي انقلاب وروسته د الکوهل يا ايتهانول جوړول غېر قانوني دي.

زهرجن ميتهانو هېڅ بوی يا خوند نه لري او چې څوک يي وڅښي نو دماغو او پړپوس ته يې لوی زيان رسوي، په سينه يې درد وي، د سترګو نظر يې ورکوي او بې هوشي هم راولي.

په کال ۱۹۷۹م کال کې په ايران کې د الکوهل ۴۰ کارخانې وې چې د اسلامي انقلاب وروسته يې د دوايانو جوړل پېل کړل، خو رپوټونه وايې د کرونا واېرس د مخنيوي لپاره په الکوهل د لاسونو د پاکولوضرورت يو وار بيا يو شمېر کارخانو ته د الکوهل جوړول موقع ورکړې ده، چې يوه پکې شمس فېکټري هم ده چې وړاندې به يې د ورځې په حساب ۲۲۰۰۰ لېټر شراب جوړول چې پکې ۹۹٪ الکوهل وي.

د کرونا واېرس د مخنيوي د پاره تر اوسه ډاکټران د وېکسينو په جوړولو نه دي بريالي شوي او د صحت چارواکي وايي په دغه وېکسين جوړولو به د کال نه زيات وخت لګي خو په وروسته پاتې هېوادونو کې جعلي حکيمانو او پيرانو د دغې واېرس د مخنيوي يو شمېر ټوټکې او دم درودونه جاري کړي چې ډاکټران وايي دې سره به د کرونا وایرس د مخنيوي په ځای دغه وایرس نور زيات خور شي.

په پاکستان کې د پوليو د ناروغۍ په ضد تېر کال په پېښور کې د يوې افواه په خورېدولو سره اکثرو ميندو پلرونو خپلو بچو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول نه انکار کړی وو چې ورسره د پوليو ناروغي ډېره په تېزۍ سره خوره شوې وه.

د طب ماهرين وايي په اکثره غريبو او وروسته پاتې هېوادونو کې د داسې وبايي مرضونو په وخت افواګانې ډېر نقصان کوي او تر څو چې ولس خبريږي دغو افواګانو ورته لويه بربادي‌ کړې وي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG