لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: په عراق کې په امریکا برید به د ایران لپاره دروند زیان ولري


واشنګټن ډي سي: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا ایران ته ګواښ کړی چې که په عراق کې په امریکايي ځواکونو برید وکړي نو دا به ورته دروند زیان ولري.

ولسمشر ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې لیکلي دي،

"د ځینو معلوماتو او باورونو له مخې، ایران او د هغوی ګومارلې ډلې پلان لري چې په عراق کې په امریکايي سرتیرو او اثاثو باندې بریدونه وکړي. کچېرې داسې وشي دا به په حقیقت کې د ایران لپاره په قیمت تمام شي."

ایران په سمدستي توګه د امریکا د ولسمشر دې خبرداري ته کوم ځواب نه دی ویلی.

د امریکا واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي، د ایران په وړاندې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ایران پلوو ملیشو په عراق کې د امریکایانو پرضد بریدونه زیات کړي او حتی د لومړي ځل لپاره یې د ورځې لخوا هم کړي دي.

امریکايي چارواکو ویلي، دوی نږدې هره ورځ په عراق کې په امریکايي‌ پوځي او ډپلوماټیکو ځایونو باندې د داسې بریدونو راپورونه ترلاسه کوي.

دا بریدونه په داسې حال کې هم کېږي چې امریکا او ایران دواړه کرونا وایرس ډېر سخت ځپلي دي او په دواړو هېوادونو کې ددې وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره حکومتونه ډول ډول هلې ځلې کوي خو داسې ښکاري چې امریکا په ایران باندې د خپل فشار زیاتولو بهیر ته دوام ورکړی.

بل پلو امریکا د ایران پرضد تېره اونی نور بندیزونه هم ولګول او د امریکا د خزانې وزارت ویلي وو چې دا بندیزونه په هغو کمپنیو لګلېدلي دي چې په عراق کې ترهګرو ډلو سره د پیسو او وسلو مرسته کوي.

خو دا لا څرګنده نه ده چې ایران په عراق کې په ترهګرو ډلو باندې څومره اغیز لري.

د واشنګټن پوست او اې بي سي نیوز لخوا په جنوری کې د شویو نظر پوښتنو څخه په ډاګه شوه چې د ایران په اړه د ټرمپ د سیاستونو په اړه امریکایان هم سره ویشل شوي چې ۴۵ فیصده یې ملاتړي او ۴۷ فیصده یې مخالف دي.

دغه سروې ګانې وروسته له هاغې شوې وې چې په عراق کې د ایران د قدس ځواکونو یو جنرال قاسم سلیماني د امریکا په هوايي بریدونو کې ووژل شو.

دغه مهال د اې بي سي لخوا په شوې سروې کې ۵۳ فیصده امریکایانو د ټرمپ لخوا ددغه برید د امر ورکولو ملاتړ او ۴۱ فیصده نورو یې مخالفت کړی وو.

د ټرمپ لخوا دغه ورستی ګواښ په داسې حال کې هم شوی چې د امریکا تر مشری لاندې په عراق کې ایتلافي ځواکونه د راټولېدو په حال کې دي.

دوی له وړو پوځي مرکزونو څخه په سلګونو سرتیري لویو اډو او ځینې له عراق څخه بهر ته لېږدولي دي.

په عراق کې امریکايي‌ ځواکونه ددې لپاره دېره دی چې له داعش سره جګړه وکړي.

دا جګړه اوس پای ته رسېدلې ده خو په بغداد کې پوځی چارواکي وايي، د ایتلافي ځواکونو په شمېر کې د کموالی مسله د امریکا او د ایران ترمنځ د شته فشارونو سره هم اړه لري.

په عراق کې یو امریکايي چارواکي ویلي، هر ډول ګواښونه اوس د هرې ورځې خبره ده.

خو د فشارونو له زیاتېدو سره پنټګان په عراق کې په خپلو پوځي اډو کې دفاعي وړتیا لوړه کړې ده.

تېره اونی یې پکې امریکا د پیټریاټ توغندیو دفاعي سیستم ولګولو تر څو د تېرې جنوری میاشتې په څېر په امریکایانو باندې د نورو ممکنه توغندیزونو بریدونو دفاع وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG