لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وایرس په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند هم اغېزمن کړی او د مرستې غوښتنه کوي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د کرونا وایرس د پېښو له زیاتېدو او ټولبندیز سره په دې هېواد کې مېشت په لکونو افغانان هم اندېښمن دي او وایي چې ژوند به یې زیات اغېزمن شي.

په داسې حال کې چې پاکستان له افغانستان سره خپله پوله په تورخم او چمن کې بنده کړې او هر ډول تګ راتګ بند دی، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې په کېمپونو کې مېشت افغان کډوال وایي، روزګارونه یې په ټپه درېدلي او که کرونا وایرس نور خپور شي نو دوی حالت هم ورسره خرابېدلای شي.

په ډېره اسماعیل کې مېشت یو افغان نور محمد وایي، په دې ښار کې شاوخوا ۱۵ زره افغان کډوال اوسېږي چې وایي اکثر یې ورځنۍ مزدوري کوي او د لاک ډاون له کبله د دوی روزګار په ټپه درېدلی دی:

"زموږ ډېرې زیاتې ستونځې دي،‌ تازه یې ګټو تازه یې خورو، په لسو ورځو کې له ما لس زره تللې دي چې رېړۍ چلوم، موږ له نړیوالو غوښتنه کوو چې دلته دې له افغان کډوالو سره ځانګړې مرسته وکړي".

په پېښور کې د کبابیان په نامه د افغان کډوالو په یوه کېمپ کې مېشت د یو این ایچ سي آر د سکول پرنسپل ۵۴ کلن محمد ضمیر وایي، په کېمپ کې یې لس زره کسان اوسېږي خو وایي د ټولنبدیز له کبله یې د کېمپ سکولونه هم بند دي. محم ضمیر وایي په کېمپ‌ کې یې د روغتیایي اسانتیاوو د نشتوالي له کبله خلک د علاج لپاره د ښار لویو روغتونونو ته ځي خو وایي اوس د لاک ډاون له کبله له ستونځو سره مخ دي:

"اکثر مهاجرین د کار روزګار لپاره له کېمپ بهر ځي چې خپلو کورنیو ته څه نفقه وګټي خو د بندیزونو له کبله چې ټول ښار بند دی نو په کېمپ کې بې روزګاري هم ورځ په ورځ زیاتېږي".

محمد ضمیر وایي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي آر ورسره تر اوسه پورې هیڅ‌ مرسته نه ده کړې.

په پېښور کې مېشت ۲۳ کلن رکشه چلوونکی افغان کډوال عزیز شینواری وایي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې رکشه په کور کې ولاړه ده او هیڅ یې نه دي ګټلي، وایي څه پیسې یې چې جمع کړې وې هغه هم په ختمېدو دي:

"د خپلې کورنۍ غم راسره دی او دا اندېښنه هم لرم چې په کرونا وایرس اخته نه شم. افغانستان ته هم اوس په دې حالاتو کې بیرته نه شو تلای"

په شمشتو کېمپ کې مېشت افغان محمد قاسم وایي، که څه هم په کېمپ‌ کې یې خلک له کرونا وایرسه ډېر په ویره او اندېښنه کې دي خو وایي‌تر اوسه یې د کېمپ یو اوسېدونکی هم په دې ناروغۍ نه دی اخته شوی.

په پېښور کې د پاکستان د ریاستي او سرحدي چارو وزارت ضلعي مشر صدیق احمد خان وایي، د کرونا وایرس د خپرېدو په دې بحراني حالت کې د افغان کډوالو له ستونځو خبر دي او په دې اړه له هغوی سره د مرستو لپاره له یو این ایچ سي آر سره خبرې کوي. صدیق احمد خان وي او اې ته وویل:

"زموږ عمله په ټولو کېمپونو کې په کار مصروف ده او د هغو ټولو خلکو یو فهرست جوړوي چې په اوسنیو حالاتو کې متاثره شوي او د مرستې حقدار او مجبور دي".

د یو این ایچ سي آر د رسمي شمېر له مخې دا مهال په پاکستان کې ۱۴ لکه رجسټر افغان کډوال اوسېږي، خو له دې پرته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په لکونو نور افغانان هم اوسېږي چې رجسټر نه دي.

XS
SM
MD
LG