لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګرو ملتونو له هېوادونو غوښتي د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر دې له خطر سره مخ بندیان خوشي کړي


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر پر هېوادونو ټینګار کړی چې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر دې د خپلو هېوادونو د زندانونو هغه بندیان خوشي کړي چې د بندیانو د زیاتوالي له کبله له خطر سره مخ دي.

ملګرو ملتونو د ځینو هغو هېوادونو ستاینه کړې چې وایي د دوی په غوښتنه یې له خپلو جېلونو څخه بندیان خوشي کړي‌ دي. پخپلو وروستي رپوټ کې ملګرو ملتونو د ایران مثال ورکړی چې وایي یو لک بندیان یې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر د لندې مودې لپاره خوشي کړي دي.

رپوټ وایي انډونېشیا هم پلان لري چې پخپلو زندانونو کې هغه ۳۰ زره بندیان خوشي کړي چې په وړو جرمونو ککړ دي او وایي چې ترکي هم دې ته ورته پلان لري، خو شمېر یې نه دی ښوولی چې ترکي څومره بندیان خوشي کول غواړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې ویاند روپرټ کالول وایي، هغه بندیان چې د کرونا وایرس له کبله زیات له خطر سره مخ دي هغوی باید ژر تر ژر خوشي کړل شي چې وایي په هغوی کې د لوی عمر خلک، معذوره کسان او مېندوارې ښځې شاملې دي.

ښاغلي کالول وي او اې ته وویل، هغه کسان هم باید سمدستي خوشي کړل شي چې په غیرقانوني ډول بندیان دي، چې وایي په هغوی کې سیاسي بندیان، خبریالان او د بشري حقونو مبارزین شامل دي چې د تنقید او مخالف نظر له کبله نیول شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند وایي، ایران چې کوم زرګونه بندیان خوشي کړي دي په هغوی کې سیاسي بندیان بېخي لږ دي.

"دا ډېره لویه ستونځه ده، ښکاره خبره ده چې دغه کسان جنسي تېري کوونکي، قاتلین او په نورو لویو جرمونو ککړ کسان نه دي، شک نه شته چې په دوی کې ډېر یې د نړیوال قانون له مخې په هیڅ جرم هم تورن نه دي، نو موږ باور لرو چې دوی به په لومړي سر کې خوشي‌ کړل شي".

پاکستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې په زندانونو کې یې تر ګنجایش زیات بندیان دي او د روغتیایي اسانتیاوو د نشتوالي له کبله یې ژوند له خطر سره مخ دی او د اېمنیسټي انټرنېشنل په ګډون د بشري حقونو ادارو له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د کرونا وایرس د خطر له کبله دې هغه بندیان خوشي کړي چې مقدمې یې روانې دي

XS
SM
MD
LG