لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د کرونا وائرسو نه د مړو شوؤ شمیره 45ؤ ته رسېدلې


پاکستان کې د کرونا وائرسو د ناروغانو شمیره 2899ؤ ته رسېدلې اؤ ددې وائرسو له امله تر دې دمه د مړو شوؤ کسانو شمیره 45ؤ ته رسېدلې ده.

د صحت دمحکمې شمیري ښایي چې دپاکستان پنجاب صوبه تر ټولو زیاته کرونا وائرسو ځپلې ده اؤ دغلته د کرونا 1163پېښې ریکارډ کړل شوي دي.

همدا شان په سندهـ ایالت کې دکرونا وائرسو 881،خیبر پښتونخوا کې 372،بلوچستان کې 185،اسلام اباد کې 78،ګلګت بلتستان کې 206 اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې 12 پېښې مخې ته راغلي دي.

دصحت محکمه وایي تر اوسه په دغه هیواد کې 170کسان د کرونا وائرسو څخه روغ شوي هم دي.

د پاکستان هغه حکومتي- دولتي ویب پاڼه چې دکرونا وائرسو په اړه کره شمیرې خپروي ، وایي چې په ګلګت بلتستان کې دکرونا ۱۳اؤ په اسلام اباد کې درې تازه پېښې مخې ته راغلي دي.

دخالي په ورځ په خیبر پښتونخوا صوبه کې هم د کرونا وائرسو ۲۹نوې پېښې ریکارډ کړل شوې وې اؤ درې کسان په پېښور کې ددې ناورغۍ له امله مړه شوي وؤ .

دصحت دمحکمې چارواکي وایي په دغو درېوؤ مړو شوؤ کسانو کې یو تن د پېښور لیډي ریډنګ روغتون کې ساه ورکړې ، بل په ناصر باغ روډ پولیس کالونۍ کې مړ شوی اؤ دریم تن دیکه توت په خان مست کالونۍ کې د کرونا وائروسو له امله مړ شوی دی.

تر دې دمخه هم دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې 14 کسان دکرونا وائرسو ناروغان مړه شوي دي.

د تازه شمېرو له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې 64 زره 6 سوه کسان له کرونا وایرسه مړه شوي او په دې ناروغۍ اخته کسان تر 12 لکه زیات شوي. یواځې په امریکا کې دا ناروغي تر اوسه تر 3 لکه 11 زره زیاتو کسانو ته ور پورې شوې او تر 8 زره 4 سوه زیات کسان یې مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG