لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وائروسو ۵۷۷ نورې پېښې مخې ته راغلي،څلور کسان مړه


دپاکستان دصحت محکمه کې په کرونا ناروغۍ څار لرونکې څانګې چې په کمانډ اینډ کنټرول مرکز بلل کیږي پخپل یو بیان کې ویلي چې د یو شواروز په مهال د کرونا وائروسو له امله څلور نور کسان هم مړه شوي دي.

دتیر یو شواروز په مهال پاکستان کې د کرونا وائروسو ۵۷۷ نورې پېښې مخې ته راغلي دي چې دې سره پاکستان کې دکرونا ناروغانو شمیره ۳۸۶۴ته رسېدلې ده.

دپاکستان دصحت محکمه کې په کرونا ناروغۍ څار لرونکې څانګې چې په کمانډ اینډ کنټرول مرکز بلل کیږي پخپل یو بیان کې ویلي چې د یو شواروز په مهال د کرونا وائروسو له امله څلور نور کسان هم مړه شوي دي.

دغه څانګه وایي د کرونا وائروسو له امله پاکستان کې د مړو شوؤ کسانو شمیره ۵۴ؤ ته رسېدلې ده اؤ ۲۸ نور کسان چې په دې ناروغه اخته دي وضعیت یې اندېښمن دی.

دکرونا دڅار دا څانګه زیاتوي چې تراوسه پاکستان کې څومره خلک په کرونا وائروسو اخته شوي دهغې له جملې څخه ۴۲۹ بیرته روغ شوي .

ددغه ادارې د شمیرې له مخې پنجاب کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۱۹۱۸،سندهـ کې ۹۳۲،خیبر پښتونخوا کې ۵۰۰،بلوچستان کې ۲۰۲،ګلګت بلتستان کې ۲۱۱،اسلام باد کې ۸۳ اؤ د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۱۸ ده.

په کرونا څارلرونکې اداره وایي په ګرد هیواد کې تر اوسه د ۳۹زره اؤ ۱۸۳کسانو د کرونا ټیسټونه شوي دي اؤ‌ په دې کې د یو شمیر ټيسټونو نتیجې له مخې ته نه دي راغلي.

د تازه شمېرو له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې کم از کم ۶۸۰۰۰ کسان له کرونا وایرسه مړه شوي او په دې ناروغۍ اخته کسان تر 1,252,000 زیات شوي. یواځې په امریکا کې دا ناروغي تر اوسه تر 3 لکه 25 زره زیاتو کسانو ته ور پورې شوې او تر 8 زره 5 سوه زیات کسان یې مړه کړي دي. .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG