لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس هندي سېنما هم اغېزمنه کړه، د بالیووډ ډېر نوي فلمونه وځنډېدل


واشنګټن ــــ د نورې نړۍ غوندې په هند کې هم د کرونا وایرس د پېښو له زیاتوالي سره د دې هېواد فلمي صنعت هم په ټپه درېدلی او د بالیووډ د ګڼ شمېر نویو فلمونو نندارې ته وړاندې کېدل (ریلیز) ځنډول شوي دي.

د کرونا وایرس له کبله د بالیووډ سټوډیوګانې ویرانې دي او اکثر کارکوونکي او فلم جوړوونکي یې دا مهال پخپلو کورونو کې له خلکو د ټولنیز واټن ساتلو په خاطر د یواځیتوب ورځې تېروي.

په 2019م کال کې د بالیووډ تر یو درځن زیات فلمونه په هغه لیسټ کې شامل دي چې له 100 کروړه تر 300 کروړه روپۍ یې ګټلې دي، خو د روان 2020م کال په لومړیو دوو میاشتو کې له ریلیز شویو 40 فلمونو څخه یواځې یو فلم کامیابه شوی دی.

دغه یو کامیابه شوی د اجې دیوګن "ناناجي" فلم دی چې تر اوسه پورې یې تر 250 کروړه زیاتې روپۍ ګټلې دي، خو پاته نور فلمونه تر یوې یا دوو اوونیو زیات د کتونکو د خوښې او دلچسپۍ وړ نه دي ګرځېدلي.

هندي رسنۍ وایي، دا مهال یې د هېواد د فلمي صنعت چارې هم د کرونا وایرس له کبله ولاړې دي،‌ د فلمونو جوړېدلو کار (شوټنګز) ځنډېدلی او سېنماګانې هم د ټولبند او لاک ډاون له کبله بندې دي.

د بالیووډ مشهور فلمي ستوری سنجېدت
د بالیووډ مشهور فلمي ستوری سنجېدت

د مارچ پر 13مه د عرفان خان، کرینه کپور او رادیکا مدن نوی فلم "انګلش مېډیم" نندارې ته وړاندې شو خو دا لومړی فلم وو چې د کرونا وایرس له کبله د لاک ډاون ښکار شو او ډېره ګټه یې ونه کړه.

دې فلم د لومړۍ اوونې په رخصتیو (ویک اینډ) کې یواځې 10 کروړه او د مارچ تر 16مې پورې 12 کروړه روپۍ وګټلې، خو د دې فلم پر جوړېدو 40 کروړه روپۍ لګېدلې دي.

نندارې ته تر وړاندې کېدو مخکې "انګلش مېډیم" فلم ته خلک ډېر لېواله او په انتظار وو، حتی چې له فلمي نړۍ سره تړلی ترون آدرش غوندې تجربه کار تن هم په دې تمه وو چې دا فلم به هیټ [اعلی] ثابت شي خو د کرونا وایرس ډار خلک له کورونو سېنماګانو ته پرېنښودل.

په کورونو کې د خلکو ایسارېدلو د فلم پر کامیابۍ مخامخ اغېز وکړ. "انګلش مېډیم" د عرفان خان د زاړه فلم "هندي مېډیم" د لړۍ یوه کړۍ ده چې د 2017م کال په کامیابه فلمونو کې شمېرل کېږي.

د هندي فلمي ادارې "کې پي ایم جي مېډیا اینډ انټرټېنمنټ" د رپوټ له مخې د عرفان خان د "انګلش مېډیم" تر څنګ "باغي 3" هم هغه فلم دی چې د کرونا وایرس د لاک ډاون له کبله زیات اغېزمن شوی دی.

د ټایګر شروف او شردها کپور فلم "باغي 3" د مارچ پر 6مه نندارې ته وړاندې شوی، چې تر اوسه یې 97 کروړه روپۍ ګټلې دي، د دې وجه دا ګڼل کېږي چې دا فلم د سېنماګانو تر بندېدو مخکې نندارې ته وړاندې شوی وو.

د فلمي صنعت پوهان وایي د کرونا وایرس له کبله په اوسنیو حالاتو کې دا امکان نه لري چې دا فلم به د سل کروړه کلب فلمونو برخه وګرځي.

په هند کې د ټولنبدۍ له کبله فلمي ادارو او پروډیوسرانو په اپرېل میاشت کې نندارې ته وړاندې کېدونکي فلمونه ځنډولي دي، چې په هغوی کې د اکشې کمار او کترینه کیف په اداکارۍ د سجي او روهیت شیټي په لارښوونه جوړ فلم "سوریا ونشي" هم شامل دی.

د هند د پخواني کرکټر کپیل دیو پر ژوند جوړېدونکی فلم "83"، د امیتابچن او ایوشمان کیرانا "ګلابو سیتابو"، د ابیشک بچن "لډو" او د سري دیوي د لور جهانوي کپور "ګنجن سکسینه- دي کارګل ګرل" هم په اپرېل کې نندارې ته تیار وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG