لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت د ورځې په اجرت ډاکټران او نوره طبي عمله ګماري


د خېبرپښتونخوا حکومت اعلان کړی چې په صوبه کې د کرونا وايرس د وبا د بېړني حالاتو په مهال په موقتي توګه ډاکټران او نوره طبي عمله ګماري (بهرتي کوي)ِ چې د ډاکټرانو او طبي عملې کمی پوره کړي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د نوؤ ډاکټرانو او طبي عملې ګمارلو دپاره د خبرتيا اعلان (اشتهار) په ورځپاڼو کې کړی او ويلي يې دي دغو ډاکټرانو او نورې طبي عملې ته به د ورځې اجرت يا پېسې ورکولی شي.

حکومت ويلي چې دغو ډاکټرانو او طبي عملې ته د کوم وخته پورې ضرورت وي تر هغې به دوی ساتل کيږي.

د اعلان ترمخه ، د ځانګړو ناروغتياؤ پوهانو (اېف سي پي اېس يا د هغې برابر) ډاکټرانو ته به د ورځې د ۱۵زرو نه تر ۲۰ زرو روپو پورې ورکول کيږي.

په اشتهار کې ويل شوي چې اېم بي بي اېس او اېم ډي ډاکټرانو ته به د لسو نه تر ۱۵ زرو پورې روپۍ د ورځې په حساب ورکول کيږي.

زياته کړی شوې ډپلومه او بي اېس نرسنګ نرسانو ته به د ورځې په سر د اووه زرو نه تر نهه زرو پورې روپۍ، او دې نه علاوه نورې عملې ته د درې زرو نه تر پينځه زره پورې روپۍ ورکولی شي.

په اعلان کې ويل شوي چې د خېبرپښتونخوا کابينې ډاکټرانو او طبي عملې ته د ورځې د اجرت ورکولو منظوري ورکړې او په اشتهار کې په اړه دغه نور پوره جزيات ورکړی شوي او ويل شوي چې رجسټرډ ډاکټران او نوره عمله کولی شي چې د انټرنېټ يا انلاين لارې خپل رجسټرېشن وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG