لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: له زیارت ورځې به له کرونا ځپلو سره مرستې پیل شي


واشنګټن ډي سي: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، سر له زیارت یا پنجشنبې څخه به په هېواد کې له کرونا ځپلو غریبو خلکو سره د مرستو ورکولو بهیر پیل شي.

عمران خان د شورو یا چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، دا مرستې به له هاغو خلکو سره کېږي چې کمې پیسې یې ګټلې او اوس د لاک ډون له امله له مالي ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل، د پاکستان له ۱۲ میلیونه کورنیو څخه هرې یوې کورنی ته به د ۱۲۰۰۰ پاکستاني روپیو مرسته کېږي.
په پاکستان کې په کرونا وایرس اخته کسان ۴۱۹۶ او مړي ۶۰ ته رسېدلي او تر اوسه په دې ناروغۍ اخته ۵۶۷ کسان بیرته روغ شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان رسنیو ته په خبرو کې وویل، کېدای شي دا وبا په هېواد کې په ډېره تېزۍ خپره شي او د اپرېل میاشتې تر پایه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شي.

عمران خان پر خلکو ږغ کړی چې د خپلو مشرانو د ژوند ژغورلو لپاره پخپلو کورونو کې پاته شي.

تر اوسه په پنجاب کې ۲۱۰۸ تنه، په سیند کې ۱۰۳۶، په پښتونخوا کې ۵۲۷، په بلوچستان کې ۲۱۲، په ګلګت بلتستان کې ۲۱۱، په اسلام اباد کې ۸۳ او د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر کې ۱۹ تنه په دې ناروغۍ اخته دي.

XS
SM
MD
LG