لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 ټرمپ به له بایډن سره د نومبر په ټاکنو کې سیالي کوي


واشنګټن ډي سي: د امریکا د ولسمشری لپاره د نومبر په ټاکنو کې به ولسمشر ډانلډ ټرمپ له پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن سره سیالي کوي.

دا ناڅاپي پرمختګ او ډاډ د شورو یا چهارشنبې په ورځ هغه وخت رامنځ ته شو کله چې د ډیموکراټانو ترمنځ د جوبایډن سیال برني سېنډرز خپله ټاکنیزه سیالي پای ته ورسوله.

دا دریم ځل وه چې برني سېنډرز د ولسمشری د سیالي لپاره خپلې مټې رابډوهلې وې.

سېنډرز چې د امریکا په شمال ختیځ کې یې له خپل کور څخه خبرې کولې بایډن یو ښه سړی بللی او ویلي یې دی چې دی به له هغه سره په ګډه کار وکړي.

هغه ویلي، دی له بایډن سره د ټرمپ د ماتلو په برخه کې کار وکړي ځکه سېنډرز ټرمپ د امریکا د اوسني تاریخ تر ټولو خطرناک ولسمشر بللی.

که څه هم اوس د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاینونه د امریکایانو له زهنونو څخه وتلی ځکه دوی ټول په ګډه وژونکي کرونا وایرس ته پام اړولی د کوم له امله چې ډېرو خپلې دندې او کاروبار له لاسه ورکړی او په اقتصادي ډګر یې خپل خاص اغیز کړی.

خو بایډن لا له کرونا وایرس څخه مخکې هم له سېنډرز څخه په ډېرو ځایونو کې مخکې وو.

ټرمپ ۷۳ کلن او بایډن د ۷۷ کالو دی. جو بایډن له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۷ کاله پورې د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال پاتې شوی.

بایډن ویلي چې دی به یوه ښځه د خپلې مرستیالې په توګه وټاکلي چې د امریکا په تاریخ کې تر اوسه پورې داسې درې ځله شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG