لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اکسفیم: د کرونا وایرس له کبله په نړۍ کې ۵۰ کروړه خلک غریبان کېدای شي


واشنګټن ـــ نړیوالې خېراتي ادارې اکسفیم په خپل یو رپورټ کې ویلي دي چې په نړۍ کې په تېزۍ سره د کرونا وبا د خورېدو له وجې نزدې نیم ارب (۵۰ کروړه) خلک غریبان کېدای شي.

نړیوالې مالیاتي ادارې آيي اېم اېف او ورلډ بېنک به راتلونکې اوونۍ خپلې کالنۍ غونډې هم کوي چې پکې به نړیوال معاشي ماهرین د کرونا وبا نه د جوړ شوي معاشي بحران اندازې لګوي او د نوو حالاتو جاج به اخلي.

د نېروبي جوړې ادارې اکسفیم دا خبرداری په داسې وخت جاري کړی دی چې د جان هاپکینز پوهنتون وروستۍ شمېرې ښيي چې د کرونا وبا له وجې په نړۍ کې د مړو شمېره ۹۰ زره ته نزدې شوې او په راتلونکو څلروېشت ساعتونو کې به په ممکنه توګه یو لک ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل انتونیو ګوتیرېس تېره اوونۍ په یو بیان کې ویلي وو چې کرونا وبا د دویم نړیوال جنګ نه وروسته غټ معاشي او سیاسي بحران جوړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د مزدورانو تحفظ تنظیم د نهې سه شنبې په ورځ ویلي وو چې د کرونا وبا له وجېبه په نړۍ کې ۱۹۵ میلینه خلک پاخه روزګارونه وبایلي.

ملګري ملتونه وايي چې روان معاشي کړکېچ د ۲۰۰۸م کال نړیوال مالي بحران نه حالات زیات بې ثباته کړي دي.

په رپورټ کې ویل شوي دي، روان معاشي بحران تر ټولو زیات ښځې په خطر کې اچولي دي ځکه چې لویه برخه ښځې په غېر رسمي توګه روزګارونه لري.

په رپورټ کې ویل شوي دي چې تر دوه اربه زیات هغه خلک له زیات مشکل سره مخ دي چې په غېر رسمي توګه روزګارونه کوي او د ناروغۍ په صورت کې د چټۍ یا رخصتۍ حق هم نه لري.

د اکسفیم په رپورټ کې د نړیوالې مالیاتي ادارې لخوا د غربت معلومولو لپاره راښکل شوو کرښو ته هم پام شوی دی چې تر مخه یې زیات غریبان خلک د ورځې د ۱۰۹ ډالره نه تر ۵۰۵ ډالره ګټي.

اکسفیم د کرونا له وجې د جوړ شوي بحران د حل لپاره شپږ نکاتي پلان هم تجویز کړی چې پکې ویل شوي دي، د متاثره شوو خلکو او کاروبارونو سره د مرستو لپاره دې د نغدو مالي پېکېجونو انتظام وکړی شي، نړیوالې مالیاتې ادارې دي خپل قرضونه منسوخ کړي، په ټېکسونو کې دې رعایتونه ورکړی شي او د غریبانو لپاره دې فنډ جوړ کړی شي.

ددې تر څنګ مالدارو حکومتونو ته وړاندیز شوی دی چې د خپلو زرګونو اربونو ډالرو سرمایه کارۍ او د خپلو اقتصادي نظامونو په خاطر دې د نړۍ له وروستو پاتې هېوادو سره د مرستو لپاره د ۲۰۵ ټرېلینه (کربه) ډالرو مرستې وکړي.

اکسفیم وايي د کرونا وبا له وجې د غربت تر کرښه لاندې ژوند کوونکو خلکو امدني د ۲۰ فیصده کمېدو سره به په نړۍ کې د زیاتو غریبانو شمېره د ۴۳۴ میلینو نه ۹۲۲ میلینو ته پورته شي.

XS
SM
MD
LG