لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وايرس: پاکستان کې ۴۶۰۱ کسان په کرونا وايرس اخته شوي ۶۶ ترې مړه شوي دي


په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته کسانو شمېره ۴۶۰۱ ته ورسېده او د دې وايرس نه ۶۶ کسان مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت په کرونا وايرس اخته کسانو کې د ۴۵ روغتيايي حالت خطرناک او ۷۲۷ کسان ترې تراوسه پورې ښه شوي دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۲۸۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی څلور تنه ترې مړه شوي دي.

سرکاري شمېرې وايي په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس ۵۴ زره ۷۰۶ ټېسټونه شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس نه زيات ۲۲ کسان په خېبرپښتونخوا کې او بيا ۲۱ کسان په سند صوبه کې مړه شوي دي.

په پنجاب کې د کرونا وايرس نه ۱۸ تنه مړه شوي، په ګلګت کې درې او په اسلام اباد او بلوچستان کې يو، يو تن د کرونا وايرس نه مړ شوی دی.

دا وخت په پنجاب صوبه کې ۲۲۲۲، په سند کې ۷۵۸، په خېبرپښتونخوا کې ۴۷۰، په بلوچستان کې ۱۲۹، په ګلګت بلتستان کې ۱۰۱، په اسلام اباد کې ۹۶ او په ازاد کشمير کې ۳۲ کسان په کرونا وايرس اخته دي.

د شمېرو ترمخه د کرونا وايرس نه تر ټولو زيات ۳۴۹ کسان په سند صوبه کې ښه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې ۱۲۸، په ګلګت بلتستان کې ۱۱۱، په بلوچستان کې ۸۹، په پنجاب کې ۳۹، په اسلام اباد کې لس او ازد کشمير کې يو تن ښه شوی دی.

XS
SM
MD
LG