لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن: د افغانستان پولې ته څېرمه په چاؤدنه کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي


پاکستاني چارواکو ويلي نن د جمعې په سهار د افغانستان سره په پوله په توبه اڅکزۍ علاقه کې د پاکستاني پوځ په ګاډي چاؤدنه شوې چې پکې دوه پوځي سرتيري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وېنا دغه پېښه د قلعه عبدالله ضلعې د توبه اڅکزۍ په علاقه کې پولې ته څېرمه شوې ده.

امنيتي ځواکونو پخلی کړی چې پاکستاني پوځي سرتيري په پوله د علاقې د پاکولو په ډيوټۍ ؤ چې په پوله د سيمو ازغن تار لګولو ته ځای پاک کړي.

د امنیتي چارواکو په وېنا په وژل شوؤ سرتېرو کې دوه سپاهيان او ژوبل يو نايب صوبېدار او بل لانس نايک شامل دي.

په سمدستي توګه د چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې.

له دې وړاندې هم د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو په مهال په دغه علاقه کې دوه بريدونه شوي وو.

که څه هم په دغوبريدونو کې مرګ ژوبله نه وه اوختې خو زمه واري يې پاکستاني طالبانو منلې وه.

پاکستان د افغانستان سره په په پوله د سيمو ازغن تار لګوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG