لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان پاکستان ته د داعش خراسان ډلې د مشر د ور سپارلو غوښتنه ونه منله


واشنګټن ــــ افغان حکومت د پاکستان هغه غوښتنه رد کړه چې وایي د داعش خراسان ډلې نیول شوی مشر عبدالله اورکزی مشهور په اسلم فاروقي دې د نورو پلټنو لپاره پاکستان ته وسپاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسلم فاروقي د غوښتنې لپاره یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یادداشت تر لاسه کړی، خو وایي پر هغه به په افغانستان کې مقدمه چلول کېږي. په خبرپاڼه کې ویل شوي:

"اسلم فاروقي د داعش ډلې هغه مشر دی چې په افغانستان کې یې ډیر جنایات ترسره کړي دي. پر نوموړي د ډیرو هغو عملیاتو د رهبرۍ تور دی چې په نتیجه کې یې ګڼ شمیر ملکي افغانان او سرتیري شهیدان شوي دي، له ده سره به د افغانستان د نافذه قوانینو پر بنسټ چلند وشي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل یې ور بللی او د اسلم فاروقي د نیول کېدو په اړه یې د پاکستان دریځ ورته وړاندې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عایشقه فاروقي ویلي وو، افغان سفیر ته یې د داعش خراسان ډلې د عملیاتو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې چې وایي ښکاره د پاکستان لپاره زیان رسوونکې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاکستان او افغانستان تر منځ یوه بل ته په جګړه کې د لاس لرونکو تورنو کسانو او مجرمینو د سپارلو تړون نه شته نو له اسلم فاروقي سره به د افغانستان له قوانینو سره سم چلند کېږي:

"افغانستان د تروریستانو تر منځ هیڅ توپیر نه کوي، یو شان قانوني چلند ورسره کوي او د تروریزم ضد مبارزې ټولو تعهداتو ته ژمن دی".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په خپله خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان او افغانستان دواړه باید د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د ټاکلیو تګلارو په وسیله یو د بل ملګرتیا وکړي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي چې دواړه هیوادونه کولای شي "د افغانستان او پاکستان د سولې او سوکالۍ د عمل د مشترک پلان (APAPPS) په چوکاټ کې د هغو اطلاعاتو د تبادلې په برخه کې مشترکې هڅې وکړي چې د تروریزم سره د مبارزې په لار کې مرسته وکړای شي".

د افغانستان استخباراتي‌ ادارې ملي امنیت د مارچ پر ۵مه دعوه کړې وه چې ځانګړو ځواکونو یې په ځانګړو عملیاتو کې د افغانستان لپاره ټاکل شوی د داعش خراسان ډلې مشر عبدالله اورکزی (اسلم فاروقي) له خپلو ۱۹ نورو ملګرو سره نیولی وو.

افغان استخباراتو د نیول شویو داعش وسلوالو تړاو په ښکاره له کوم هېواد سره نه وو ښوولی خو ویلي یې وو چې اسلم فاروقي او ملګرو یې په لومړنیو پلټنو کې ورته منلې ده چې "د سیمې له استخباراتو" او همدارنګه لښکرِ طیبه ډلې او حقاني شبکې سره یې اړیکې لرلې.

د پاکستان دې غوښتنې په افغانستان کې پوښتنې را پورته کړې چې وایي په کابل او نورو ولایتونو کې ګڼ شمېر هغه پاکستانیان بندیان دي چې د ترهګرۍ په پېښو کې یې لاس درلود خو پاکستان یواځې د اسلم فاروقي د ور سپارلو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG